نړیوال خبرونه

د افغانستان د پاسپورټ د وېش بهیر بیا وځنډېد

که څه هم د طالبانو حکومت یو ځل بیا د پاسپورټونو لپاره د انلاین فورمو ډکولو بهیر وځنډاوه، یو شمېر هغه کسان چې غواړي پاسپورټ واخلي وايي، له دې چې د پاسپورټ اخیستلو ته ډېر په تمه پاتې شول، نور ستړي شوي او د صبر کاسه‌یې په نسکورېدو ده.

له دوی یو شمېر چې بېړني ناروغان لري او یا هم په خپلو کارونو پسې له هېواده بهر سفر کوي وايي، له دوه میاشتو زیات کېږي چې د پاسپورټ اخیستو لپاره د پاسپورټ ریاست ته ورځي، خو یا ترې رشوت غوښتل کېږي او یا هم د رد ځواب ورکول کېږي.

د کابل ځیني اوسیدونکي وايې: “څوم ځل دی چې د پاسپورټ ریاست وايي، د پاسپورټونو د جوړولو بهیر په منظم ډول پیلوي، خو دا بهیر ځنډېږي. زموږ هیله دا ده چې دا بهیر په نورمال ډول پیل شي. له خلکو په یو نوم او بل نوم پیسې اخیستل کېږي. هیله لرم چې د مفسدینو مخه هم ونیول شي.”

“د طالبانو له حکومت غواړي چې د پاسپورټونو د وېش بهیر له سره پیل کړي. خلک کار لري او یا هم د درملنې لپاره ځي یا زده‌کړو ته ځي. هیله مو دا ده چې د کمېشن‌کارانو او د فساد مخه هم ونیسي.” کابل مېشته زهرا چې ناروغ لري او د پاسپورټ اخیستو ته په تمه ده ازادي راډیو ته‌یې وویل: “ناروغ لرو، غواړم چې پاکستان ته‌یې یوسم. هره ورځ چې راځو پاسپورټ نه‌راکوي، په داسې حال کې چې درې میاشتې وړاندې مې انلاین فورم ډک کړی و.”

نور یی ولوله | د اروپا مسلمانانو د ټولني استازي د طالبانو د معارف له وزیر سره لیدلي

ټاکل شوې وه چې سې شنبې په تول افغانستان کې د پاسپورټونو اخیستلو لپاره د انلاین فورمو ډکولو بهیر پیل شي، خو د پاسپورټ ریاست وايي، د تېرو پاتو فورمو د ډېروالي له امله دا بهیر د وري میاشتې تر ۲۰مه پورې وځنډېد.

د دغه ریاست ویاند قاري شفیع‌الله وايي: “خپلو هېوادوالو سره مو ژمنه کړې وه چې د حمل په ۱۶مه نېټه په کابل او ولایتونو کې د پاسپورټونو وېش پیلوو، خو کومو کسانو چې پخوا یې فورمې ډکې کړې وې په وخت‌یې مراجعه ونه‌کړه، اوس موږ ته ستونزه راولاړوي چې نوی سایټ پرانیزو او پخوانۍ فورمې هم ولرو، نو ځکه موږ دا بهیر تر ۲۰مې نېټې وځنډاوه.” د پاسپورټ غوښتونکي ډېری هغه کسان دي چې پاکستان ته د درملنې لپاره ځي او یا هم په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو او بې‌روزګارۍ له امله د کار لپاره ګاونديو هېوادونو ته سفر کوي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button