لوبېلوبې خبرونه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سريلانکا ته ولاړه

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبدلې لوبغاړي نن دوشنبه د مې مياشتې په ۲۲ مه نېټه چې د جوزا مياشتې له لومړۍ نېټې سره سمون خوري له سريلانکا سره د دریو یوې ورځنیو لوبو لپاره دغه هېواد ته ولاړل

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د جون په دویمه، څلورمه او اوومه له سري لانکا سره درې یوه ورځنۍ لوبې وکړي.

افغان کرکټ بورډ وايي چې دا لوبغاړي به څه باندې یوه اوونۍ په سري لانکا کې تمرین کوي چې را روانو لوبو ته چمتوالی ونیسي.

د افغانستان او سري لانکا لوبې د همبانتوتا په ښار کې کېږي چې دا لوبې دوستانه لوبې دي.

نور ولولئ: سريلانکا سره لوبلړۍ ته افغان کرکټ بورډ لوبډله اعلان کړه

افغان کرکټ بورډ د دغو لوبو لپاره د ۱۵ لوبغاړو نوملړ (سکواډ) اعلان کړی دی چې عبدالرحمن رحماني په کې په لومړي ځل ملي لوبډلې ته لاره موندلې ده.

راشد خان، نور احمد لکڼوال، رحمان الله ګربز او فضل حق فاروقي هم د آی پي ال له سیالیو وروسته سري لانکا ته ځي چې له لوبډلې سره یو ځای شي.

نور ولولئ: کرکټ: افغانستان کرکټ لوبډله له دوو کلونو وروسته ټېسټ لوبه کوي

افغانستان له دغو لوبو وروسته له بنګله دېش سره هم د ټسټ، یوه ورځنیو او شل اوریزو لوبو لړۍ لري. همدغه راز له هند سره هم خبرې روانې دي چې درې یوه ورځنۍ لوبې وکړې.

دا لوبې دوستانه بڼه لري چې له آسيا کپ او نړيوال جام مخکې کيږي

دا لوبې د اسیا کپ او نړیوال کپ څخه مخکې کېږي چې د بورډ د چارواکو په وینا د افغان لوبډلې د چمتوالي لپاره مهمې دي.

نور ولولئ: افغان کرکټ ملي لوبډله جون مياشت کې سريلانکا ته د سیالیو لپاره ځي

کرکټ بورډ ویلي چې دا ځل لوبډلې ته چټک توپ اچوونکی عبدالرحمن رحماني وراضافه شوی خو ګلبدین نایب، یمین احمدزی، ضیاءالرحمن اکبر او شاهدالله کمال چې د سريلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو د تېرې لوبلړۍ غړي وو، دا ځل له لوبډلې سره د احتیاطي لوبغاړو په توګه ملتیا کوي.

په دغه نوملړ کې ۱۵ لوبغاړي لوبيږي

حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه زرمتی (مرستیال لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز (وېکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، نور احمد لکڼوال، عبدالرحمن رحماني، فضل الحق فاروقي او فرید احمد ملک هغه لوبغاړي چې د سريلانکا پر وړاندې سیالیو لپاره لوبډله کې اخیستل شوي.‌

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button