ټکنالوجي

د افغانستان روباټ جوړونکو نجونو ۱۹۰ هېوادونو کې دویم مقام خپل کړی

د افغانستان د روباټ جوړونکو نجونو سیالیو کې د ۱۹۰ هېوادونو منځ کې افغانستان ته دویم مقام راوړ

د افغانستان روباټ جوړوونکو نجونو ډله وايي چې د ‘فرسټ ګلوبل’ په نوم نړیوالو سیالیو کې یې د دویم مقام په ترلاسه کولو سره د سپينو زرو مډال او د ‘مېړانې یا زړورتیا’ جایزه ګټلې ده.

د دې ډلې مشرې رویا محبوب بي بي سي ته وویل چې دا پنځه ورځنۍ سیالۍ د ۱۹۰ هېوادونو تر منځ په سينګاپور هېواد کې تېره اوونۍ وشوې.

نور ولولئ: په کویټ کې یو روباټ د یوې رسنۍ نطاقه وټاکل شوه

اغلې محبوب وايي، “دا سیالۍ له اووم تر لسم اکتوبر ترسره شوې چې ۱۹۰ هېوادونو خپلې روباټیک ډلې پکې سیالۍ ته رالېږلې وې. د سږ کال موضوع د نوېدونکې انرژۍ په اړه وه. هرې ډلې به داسې روباټ جوړاوه چې انرژي ولېږدولی شي. په همدې کې ګډنوالو ډلو سیالي سره کوله.”

دا سیالۍ په سینګاپور کې وشوې

رویا محبوب د ‘فرسټ ګلوبل’ سیالیو په اړه وايي چې په نړیواله کچه د اولمپيک په سبک د روباټ جوړوونکو ډلو تر منځ هر کال ترسره کېږي چې سږ په سينګاپور کې وشوې.

اغلې محبوب وايي، سږنیو سیالیو ته د روباټيک ډله په کاناډا او امریکا کې له مېشتو افغان کډوالو نجونو جوړه وه چې د روباټ جوړوونکو پېغلو تر ټولو کشرۍ یا کم عمره ډله وه.

نور ولولئ: د ټېکنالوژۍ برخه کې د نجونو نړیواله ورځ؛ افغان روباټ جوړوونکې نجونې پر څه بوختې دي؟

دا زیاتوي، “سږ کال زموږ ډله د عمر له پلوه ډېره کشرۍ وه. دورنا صالحي د ټیم مشري کوله چې ۱۴ کلنه ده. ورسره غزال صالحي ۱۱ کلنه ده. ندا بارکزۍ ۱۳ کلنه او صدیقه عسکري ۱۶ کلنه.”

د روباټ جوړوونکو دې “کشرۍ ډلې” دا لومړنۍ سیالي هم وه چې ښې لاس ته راوړنې لري.

دوی له ۸ پنځه سیالي ګټلي دي

رویا محبوب وايي، “دا د دوی لومړنۍ سیالي وه. له اتو یې پنځه سیالۍ وګټلې چې راجا چیرکاوی المورسلي جایزه یې د زړورتیا جایزې په توګه ترلاسه کړه او د دویم مقام خپلولو سره یې د سپينو زرو مډال هم وګاټه.”

د روباټ جوړوونکو دې ډلې د افغانستان وروستیو زلزلو کې د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې

د یادولو ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو او د جمهوري‌ نظام تر سقوط وروسته د روباټ جوړوونکو ډلې ځينې غړې امریکا او ګڼې نورې یې قطر ته لاړې او اوس هلته پر زدکړو بوختې دي.

څه موده مخکې د دې ډلې مشرې رویا محبوب بي بي سي ته ویلي وو چې په قطر کې مجهز لابراتوارونه په واک کې ورکړل شوي او تازه د “آینورا” په نوم پر یوه داسې روباټ جوړولو لګیا دي چې تدریس به وکړای شي.

اوس وايي هیله منه ده چې دا روباټ به په راروانو درو میاشتو کې چمتو شي.

اغلې محبوب همدا راز وايي چې پر لیکه یا انلاین بڼه د یوه ښوونځي تکل لري چې له اووم تر دوولسم ټولګي به د ساینس او ټېکنالوژۍ په ګډون په نورو برخو کې هم زدکوونکي روزي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button