سیاست

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

د طالبانو چارواکي وايي، د سرپل قشقري د نفتو څاګانو څخه د ورځې ۹۰۰ ټُنه نفت استخراجېږي

طالبانو هڅه کړې چې د افغانستان معدني ذخایرو له لارې د خپل حکومت لګښتونه پوره کړي چې له همدې امله یې ګڼ معدنونه چینايي او نورو شرکتونو ته په قرارداد ورکړي او ځینې کیندنې خپل سري روانې دي.

په دې لړ کې د سرپل والي محمدیعقوب عبدالرحمن اکه وايي چې هره ورځ د دغه ولایت د قشقري نفتو څاګانو څخه ۹۰۰ ټُنه نفت استخراجېږي.

نور ولولئ: طالبانو له یوه قطري پانګه‌وال سره د جبل السراج فابریکې په اړه تړون لاسلیک کړ

نوموړی چې پرون سه‌شنبه د لړم ۳۰مه د قشقري نفتو تاسیساتو څخه د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه یادې سیمې ته ورغلی و، د قشقري بلاک د هېواد ستره شتمني وبلله.

عبدالرحمن اکه وویل چې قشقري د نفتو څاګانې د افغانانو ملي شتمني ده او په عوایدو به یې د هېواد بیارغونه او پراختیا کې ګټه واخیستل شي.

ددې ځینې عواید د سرپل په بیارغونه لګول کېږي

په ورته مهال د یاد ولایت والي زیاته کړه چې د قشقري عوایدو یوه برخه د سرپل بیارغونې او پراختیايي پروژو کې لګول کېږي چې په وینا یې، ځینې نورې پروژې هم ترلاس لاندې لري.

نوموړي وویل: «ځینې پروژې له هغې ډلې د ناري بند کوتل لارې هوارول او د یوه لوی پُل جوړولو چارې د اف‌چین شرکت له لوري جوړېږي چې عواید یې د قشقري نفتو څخه ورکول کېږي. راتلونکي کال کې د سلطان ابراهیم بند پروژه به هم د قشقري عوایدو څخه پیل شي.»

د نفتو نوي کانونو موندنه

بل‌خوا سرپل کې د اف‌چین شرکت مسوولان وايي چې دغه ولایت او فاریاب کې یې د نفتو درې کانونه موندلي چې میلیونونه بوشکې نفت لري.

«قشقري»، «بازارکمي» او «زمردسای» درې هغه کانونه دي چې د یاد شرکت د مسوولانو په وینا، شاوخوا ۸۷ میلیونه بوشکې نفت په‌کې اټکل شوی دی.

نور ولولئ: د افغانستان کانونه؛ قراردادونه یې شفاف او استخراج یې مسلکي نه دی

د اف‌چین شرکت مسوولانو همداراز ټينګار کړی چې د قشقري نفتو بلاک څخه یې د نفتو استخراج له ۶۵۰ ټُنو هره ورځ ۹۰۰ ټُنو ته لوړ کړی دی.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د پنجشیر زمرود، میس عینک، د بدخشان کانونه او نور داسې شرکتونو ته ورکړي چې کیندنې یې غیرمسلکي دي او په دې کار خلکو بار، بار نیوکې کړي، خو طالبان د خلکو غوښتنو او غبرګونونو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی بلکې د کانونو غیر مسلکي استخراج ته یې دوام ورکړی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button