ستاسې اند او نظر

د افغانستان سوله او د جمهور ریس غني اندېښنې

د افغانستان جکومت سولې ته رسېدو لپاره د طالبانو بندیان ازاد کړل دغه دبندیانو د ازادېدل اوس داسې دي لکه قمارهغه قمار چې د امریکا په غوښتنه ېې د څلور سوه طالب بندیانو ازادېدو ېې د سولې لپاره قمار وکړ.

خو بلخوا بیا افغان دولت په دې نه دۍ باوري چې ایا طالبان به سیاسي جوړجاړۍ په وکړي او که نه دويي اندېښمن دۍ چې داسې نه چې مونړ خو د سولې لپاره د طالبان ازاد کړل خو داسې نه چې دويي بیا هم مزاکرات په سمه توګه تر سره کېدو کې خنډونه واچوي .په همدې حال کې ولسمشر غني هم اندېښمن دی او په تازه وخت کې ویلي، د سولې خبرو هر ډول منفي پایلې رامنځته کېدو په اړه د ګواښونو مدیریت لپاره خپرونې په پام کې نیول شوي دي.ولسمشر غني وايي چې افغانستان له خپلو شریکانو او همکارانو سره یو ځای د خبرو احتمالي منفي اغېزو له پاره چمتودۍ،

جمهور ریس غني د امریکا بهرنیو اړیکو شورا سره په خبرو کې وویل چې که چېرې د سولې بهیر پای ته ونه رسیږي د طالب زندانیانو خوشې کېدو تصمیم به یې په راتلونکي کې دا رنگه یاد شي چې د نړیوالې ټولنې بیړنيتوب او کور دننه ښاریان لامل شوي دي چې افغانستان کې قانون پلي کېدل.بل خوا غني ټینګار کوي چې د سولې بین الافغاني خبرو هره پایله به اخېره نه وي او باید دولس سره شریک شي اد د دويي څخه تاید هم شي .ولسمشر غني د امریکا بهرنیو اړیکو شورا سره په دغه مجازي خبرو کې وایي افغانستان د متحده ایالاتو په غوښتنې سره دغه ازاد کړل خو شونې ده چې دغه کار د افغانستان، امریکا او نړۍ لپاره خطري وي،

بیا په خاص ډول که چېرې له طالبانو سره د حکومت پلاوي خبرې پایلې ته ونه رسیږي.غني مني چې د دغه بندیانو د خلاصون پریکړه په کورني او بهرني بیړنيو شرایطو کې نیول شوې ده او په افغانستان کې د قانون حاکمیت بهیر د کمزورې کېدو لامل کیږي خو ټینګار کوي که چېرې خبرې پایلې ته ورسیږي، هغه مهال به دغه پرېکړه یو څه نتیجه ولري،

ښاغلۍ غني وایي افغانستان له خپلو همکارانو او نړیوالو متحدینو سره د خبرو احتمالي ماتې وضعیت مدیریت لپاره هم پلان لري .له دې سره ولسمشر وایي دخپلمنځي خبرونتیجه چې هر څه وي وروستی به نه وي او ملي امنیت شورا او د افغانستان خلکو تایید ته هم باید وړاندې شي .هغه ټینګار کوي د حکومت راتلونکې جوړښت په اړه هره پریکړه به د افغانستان خلک ونیسي او طالبان نه باید د واک تر لاسه کولو په لټه کې واوسي ځکه چې د افغانستان خلک دا خبره نه قبلوي،

باعزته سولې ته د رسېدولپاره د جمهور ریس غني اندېښنې
باعزته سولې ته د رسېدولپاره د جمهور ریس غني اندېښنې

د هغه په خبره د اوربند ټینګښت، د جګړې پای لپاره د سیاسي چوکاټ جوړښت، د نشه یې توکو پر ضد مبارزه او د ترهګرۍ له منځه وړل به له طالبانو سره د حکومت مرکچي پلاوي له مهمو موضوعاتو څخه به وي . نوموړی زیاتوي، چې زه باور نه لرم چې ایا طالبان به باعرته سولې لپاره جنګ بس کړي که نه هغه وايي چې دا خبره هم معلومه نده چې طالبان به جنګ ته بیرته نه زي ځکه زمونږ ډېر هېوادوال اوس هم وژل کیږي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button