تجارت خبرونه

د افغانستان فدراسیون او سوداګرۍ خونو له استازو سره ولسمشر غنی ناسته وکړه

د افغانستان فدراسیون او سوداګرۍ خونو له استازو سره ولسمشر غنی ناسته وکړه.ولسمشر محمد اشرف غني پرون مازدیګر د افغانستان فدراسیون او سوداګرۍ خونو له یو شمېر استازو سره ناسته کې د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.

په دغه ناسته کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د غونډې د اهدافو او د افغانستان د سوداګر ۍ او پانګونې خونو فدراسیون مرستیال په خصوصي سکتور کې د شته ستونزو او ننګونو په اړه مفصلې خبرې وکړې.جمهوررئیس د دوی د خبرو له اورېدو وروسته خصوصي سکتور د دولت مهم شریک وباله وې ویل، له خصوصي سکتور ملاتړ د دولت لومړیتوب دی.

fb img 1627446766363

جمهوررئیس زیاته کړه، مرکزي بانک مطلق الکترونیک شو او د لومړي ځل لپاره به مامورینو ته د مسکن جوړولو په خاطر پور ورکړي، دغه راز نن د ټلیفون له لارې د معاشونو د ورکړې سیستم امتحان شو او په راتلونکي یوه میاشت کې به ټول معاشات الکترونیک شي.

جمهوررئیس غني وویل، د صنعت او سوداګرۍ وزارت بایدله خصوصي سکتور سره ګډ کار وکړي تر څو ظرفیتونه واضح شي. هغه زیاته کړه مالیې وزارت کې تغییرات راځي، له دې وروسته به مو حوالې په درې ساعتونو کې اجرا کېږي، دغه راز به د تعرفې په برخه کې ګډ کار وکړو، تر څو تعرفه هم کمپیوټري شي.

د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، زه د بازار استحکام غواړم، یو ځانګړی پلاوی دی د بازار پر استحکام کار وکړي، ترڅو د بازار غوښتنه او تقاضا معلومه او ستونزې په اساسي توګه حل شي.دې سره به د افغانستان بهرني بازارو ته په اسانه توګه لار پیدا کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button