نړیوال خبرونه

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی: د افغان ښځو د اساسي حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو هڅې ستایو

ټوماس وېسټ وايي، د افغان ښځو او نجونو د اساسي حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو وروستۍ هڅې د ستاینې وړ دي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانکړي استازي توماس ویسټ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۸مې غونډې په څنډو کې د اسلامي همکاریو د سازمان په ګډون د یوشمېر هېوادونو له استازیو سره لیدلي دي.

نور ولولئ: م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

نوموړي پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، په دغه لیدنو کې يې د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان د ځانګړي استازي او د جاپان، ناروې، اندونیزیا، کاناډا او اېرلنډ هېوادونو له استازيو سره د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په اړه جلا، جلا خبرې کړې دي.

د افغانستان په اړه د ټوماس بېلابېلې لیدنې

نوموړي ویلي، په دغو لیدنو کې د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانکړې استازې رینا امیري هم ملتیا کوله.

توماس وېسټ په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۸مې غونډي په څنډو کې یې د افغانستان لپاره د جاپان له ځانګړي استازي کانسوک ناګاوکا سره کتلي «جاپان د افغانانو ټینګ ملاتړی دی، د فعالې ډيپلوماسۍ او سخاوتمندانه مرستو له لارې يې د افغانانو بشري او لومړنیو اړتیاوو ته ور دانګلي دي.»

نور ولولئ: امریکا وايي، د طالبانو په رسمیت پېژندل امکان نه لري

همدارنګه نوموړي، د افغان ښځو او نجونو سره د نړۍوال پیوستون د هڅولو په ملاتړ د لوړې کچې د غونډې جوړولو په موخه له کاناډا، اېرلنډ او د اندونیزیا له هڅو مننه کوي.« تر ټولو مهمه دا ده، چې موږ د افغان مېرمنو څخه د طالبانو له خوا د دوی له بنسټیزو حقونو څخه د انکار په اړه نېغ په نېغه واوریدل.»

د افغانستان د اوسني حالت په باره کې د اسلامي همکاريو سازمان رول

د افغانستان په اوسني حالت کې د اسلامي همکاریو سازمان رول اغېزناک تمامېدلی شي، خو په دې شرط چې دغه سازمان پر طالبانو فشار راوړي تر څو ښځو او نجونو ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړي.

ټوماس وېسټ ویلي، د ملګرو ملتونو د ۷۸ مې اسمبلۍ د غونډې په څنډو کې يې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان د ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره هم لیدلي.

نوموړی زیاتوي، د دغې لیدنې پر مهال يې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان د فعالیت په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلی وېسټ وايي: « د برابرۍ، زغم، زده‌کړو ته د ښځو او نجونو د لاس‌رسي او د ښځو د کار کولو د ملاتړ په اړه د دغه سازمان د پاملرنې ستاینه کوو.»

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button