سیمه

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته ورسېده

اړوند خبرونه: 

د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

خواجه اصف: د ټي ټي پي پرضد “عزم استحکام” عملیات د افغانستان خاورې ته غځوو

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی د چهارشنبې په سهار (د اپرېل ۲۱مه) کابل ته د ګډې همغږۍ کمیټې په غونډه کې د ګډون لپاره ورسېد. ټاکل شوې ده چې په دې یوه ورځني سفر کې د طالبانو له چارواکو سره لیدنه وکړي.

د افغان‌ناو د راپور له مخې چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستاني سرچینو له خوا خپور شوی، دا د محمد صادق خان په تېره یوې میاشتې کې کابل ته دوهم سفر دی.

د پاکستان او افغانستان د ګډې همغږۍ کمیټې غونډه نن په کابل کې ترسره کېږي. د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست مرستیال سرپرست عبدالقیوم ‌‌ذاکر د افغانستان د پلاوي مشري کوي.

د پاکستان ځانګړی استازی او د هغه لوړ پوړی مل پلاوی به د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو تحولاتو، د ګډو پولو د وضعیت، او د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره غونډې وکړي.

د پاکستاني پلاوي دا سفر افغانستان ته د سیاسي او پوله کې د تاوتریخوالي تر سیوري لاندې ترسره کېږي، چې پکې د ترهګرۍ د ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو ژور اختلافونه او د پاکستان له خوا د افغان اتباعو د شمېره اخراج او نور مسایل شامل دي.

صادق خان تېره اونۍ په اسلام‌آباد کې په یوه سمینار کې د وینا پر مهال د افغانستان طالبانو ته ګواښ کړی و چې که پر خپلو تعهداتو عمل ونه کړي او د اسلام‌آباد مطرح شوې اندېښنې حل نه کړي، پاکستان به د کابل سره په همکاریو کې هر ډول پرمختګ وځنډوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button