د افغانستان لپاره رحمت شاه لومړنی افغان شو چې او ډي ای کې یې ۴۰۰۰زره منډې بشپړې کړې
اړند خبر:
کرېکټ؛ د افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش برخلیک نن ټاکل کېږي!
رحمت شاه لومړنی افغان توپوهونکی شو چې په یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان لپاره څلور زره منډې پوره کړې. ۳۲ کلن رحمت شاه، چې په یو ورځنیو لوبو کې د افغان لوبډلې د «ملا تیر» په نامه هم یادېږي، دغه منډې د پنځه ځله سلیزې او اته ویشت پنځوسیزو پر مټ کړې دي.
د افغان لوبډلې تجربهلرونکی لوبغاړی رحمت شاه شاه لومړنی افغان توپوهونکی شو چې په یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان لپاره څلور زره منډې یې ترسره کړې.
رحمت شاه د افغانستان لپاره ۱۱۲ یو ورځنۍ لوبې کړې او تر ټولو زیاتې منډې یې په یوه لوبه کې ۱۱۴ دي.
رحمت شاه په خپل لوبیز ژوند کې پنځه ځله سلیزې وهلي دي. ۲۸ پنځوسیزې هم لري.
باید وویل شي چې کله رحمت شاه په یو ورځنیو لوبو کې د ملا تیر حیثیت لري، او ډېری وخت یې په خورا زړورتیا او زغم سره توپوهنه کړې ده.
نوموړی تېره شپه هم ښه وځلېده او بنګله دېش پر وړانډې د یو ورځنیو لوبو په لړۍ کې یې نیمه سلیزه جوړه کړه.
افغان لوبډلې تېره شپه بنګلهدېشۍ لوبډلې ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د یادولو ده چې د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د روانې یو ورځنۍ لوبلړۍ دویمه لوبه راتلونکې شنبې (اکتوبر ۱۱مه) د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ لوبغالي کې کېږي.