د افغانستان پر وړاندې د پاکستاني جنرالانو نااعلان شوي جګړه
پاکستان ددغه روزل شوي ډلې یا طالبانو په واک ته رسېدو بیا هم د کابل پر وړاندې نااعلان شوي جګړه مخکې وړي.
اړوند مطالب:
عباس ستانکزی ازادې رسنۍ غواړي، خو بله ډله طالبان ورباندې محدودیت وضع کوي
ټي ټي پي: د پاکستاني پوځ عملیاتو کې لوړپوړی چارواکی مولانا طحه شهید شوی
د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې
د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې
په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم بار، بار ویلي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې د افغانستان پرضد بلوچستان ایالت کې د داعش ډلې غړي روزي؛ له روزنې وروسته بیا دلته بریدونه تر سره کوي.
اسلام اباد بیا وايي چې طالبان له تحریک طالبان پاکستان د پاکستان پرضد کار اخلی او دوی ته یې په افغان خاوره کې فنا ورکړي ده، خو طالبانو به د اسلام اباد دغه ادعا بار، بار رد کړي ده.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې ورځ تر بلې امنیتي وضعیت د خرابېدو لور ته روان دی چې ددغه هېواد امنیتي ادارې یې وارخطا کړي دي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان په افغانستان کې د هر ډول حکومت له راتلو سره سم مخالفې ډلې حمایه او په افغانستان کې یې جنګولې دي.