نړیوال خبرونه

د افغانستان په اړه د ترکيې د غونډې نېټه معلومه شوه

د افغانستان په اړه د ترکيې د غونډې نېټه معلومه شوه.ترکیې د باندینیو چارو وزارت وایي، په استانبول ښار کې د افغان سولې په اوه ناسته د روانې میاشتې په وروستیو کې رابلل کېږي او لس ورځې به دوام وکړي.

د استانبول ملګرو ملتونو او قطر لخوا په ګډه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د افغان سولې په اړه د حکومت او طالبانو تر منځ د لوړې کچې مشورتي ناسته به د روانې اپریل میاشتې له ۲۴-مې څخه د راتلونکې «مۍ» میاشتې تر څلورمې پورې دوام کوي.اعلامیه کې ذکر شوي چې د غونډې رابلونکي لوري یوه خپلواک او متحد افغانستان ته ژمنتیا لري او د رابلل کېدونکې غونډې موخه داده چې د خپلمنځي مذاکراتو پروسه چټکه کړي،

په دوحه کې د سولې روانې خبرې بشپړې کړي او د یوه دایمي اوربند تامین ته لاره برابره کړي.د استانبول ناسته چې د امریکا د متحده ایالاتو په وړاندیز رابلل کېږي، د حکومت او طالبانو د استازو تر څنګ د سیمې یو شمېر هیوادونه هم ورته بلل شوي دي.حکومت په دې ناسته کې ګډون ته چمتووالی ښودلی.

خو طالبانو تېره ورځ ویلي و، چې اپریل په شپاړلسمه په ترکیه کې ناسته کې ګډون نشي کولای خو دا چې اوس ناسته د اپریل په ۲۴ مه نېټه جوړېږي، لا یې هم په اړه د طالبانو نظر څرګند شوی نه دی.دا ناسته داسې مهال رابلل کېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق مطابق له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه تر بل هر وخت را لنډه شوې.

intra afghan negotiation day

خو د امریکا متحده ایالات وايي، د دوحې په توافقنامې کې له ټاکل شوې مودې سره سم د عسکرو ایستل ورته سخت دي.طالبان بیا ګواښ کوي، که بهرني عسکر په ټاکلي نېټه افغانستان پرېنږدي په وړاندې به یې تونده جګړه پيل شي.او د دې زمه وار به هم بیا بهرني هېوادونه وي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button