ژوند او ټولنه

د افغانستان ښځینه خبریالانو بنسټ: په ۲۰۰ کې ۴۵ سلنه خبریالانې وزګارې دي

یاد بنسټ وايي چې له ۲۰۰ ښځینه خبریالانو یې ۴۵ سلنه له بې روګارۍ او اقتصادي ستونزو کړېږي

د ښځینه خبریالانو د ستونزو په اړه د افغانستان د ښځینه خبریالانو بنسټ له ۲۰۰ خبریالانو څخه د نظر پوښتنې پایلې خپرې کړې.

دغه بنسټ په ټول هیواد کې له ۲۰۰ ښځینه خبریالانو سره د خبریالانو پر روان وضعیت خبرې کړې او د دې نظرپوښتنې پایلې یې د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) خپرې کړې.\

نور ولولئ: افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

د افغانستان د ښځینه خبریالانو د بنسټ مشره مینه حبیب وایي، دا ټولپوښتنه د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د ننګونو د څیړلو او د دغه حالت د کابو کولو له پاره د حل لارې موندلو په موخه ترسره شوې ده.

دوی خپله وزګارتیا یوه ستونزه بولي

له دغو ۲۰۰ ښځینه خبریالانو څخه ۴۵ سلنه یې وزګارتیا تر ټولو لویه ستونزه ګڼي.

یو شمیر کورنۍ او بهرنۍ ادارې هڅه کوي چې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو فعالیتونه زیات شي، خو د طالبانو د سختو بندیزونو له امله دغه خبریالانې په اوسنیو شرایطو کې په رسنیو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

په افغانستان کې یو شمېر ښځینه خبریالانې وايي چې، دوی په ژورنالیستیکي فعالیتونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نور ولولئ: طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي

د طلوع نیوز ویانده هوسۍ احمدزۍ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل چې: «د افغانستان په اوسنیو سختو شرایطو کې په رسنیو کې کار کول اسانه کار نه دی، موږ له دومره بندیزونو سره سره بیا هم کار کوو او اوس وخت کې د ښځینه خبریالانو کار کول یوه لویه میړانه ده.»

پر ښځو د طالبانو بندیزونه او د هغې پایلې

يوه بله خبرياله شبنم شهرزاد چې اوسمهال په کابل کې اوسیږي وايي، چې د طالبانو د حکومت لهخوا د لګول شويو بنديزونو له امله يې خپله دنده له لاسه ورکړې او اوس وزګاره ده.

نوموړې افغانستان انټرنشنل ته په خبرو کې وویل: «د ښځینه خبریالانو پر وړاندې شته ننګونې په کور کې کیناستل، وزګارتیا، اطلاعاتو ته نه لاس رسی، د کار د امنیت نشتوالی او له ښځینه خبریالانو سره دوه ګونی چلند دی.»

میرمن شهرزاد ددغو ستونزو پر حل د ټینګار ترڅنګ زیاتوي چې: «موږ او د خبریالانو ملاتړي ادارې د ښځینه خبریالانو پروړاندې د سختو بندیزونو له امله اندېښمن یو.»

اخوا په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو د بندیزونو د لګولو د اندېښنو په دوام، د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) سږ کال په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۱۰۸ پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی.

د «نی» بنسټ د مالوماتو پر اساس، د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته په افغانستان کې پنځوس سلنه رسنۍ غیر فعاله شوي او نږدې اویا سلنه خبریالانو او د رسنیو کارکونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او یو شمېر مسلکي کادرونه هم له افغانستانه وتلي چې د رسنیو له پاره یې لویه تشه رامنځته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان لا هم د ښځو ضد تګلارې ته دوام ورکوي او کوم نرمښت یې ندی ښودلی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button