لوبېلوبې خبرونه

د افغانستان کرکټ بورډ له دریو لوبغاړو مرکزي قرارداد اخیستی دی

دې کرکټ له له فضل الحق فاروقي، نوین الحق او مجیب الرحمن مرکزي قرارداد اخیستی او نورو لیګونو کې هم نه شي لوبېدلی

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي پر دريو افغان لوبغاړو يې د يو لړ بنديزونو تر څنګ له هغوی سره مرکزي قراردادونه لغوه کړي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له فضل الحق فاروقي، نوين الحق او مجيب الرحمن د يوه کال لپاره د ملي لوبډلې د مرکزي قرارداد د بېرته اخيستو او همدارنګه د دوو کلونو لپاره په بهرنيو سوداګريزو ليګونو کې د ګډون اجازې نه ورکولو پرېکړه کړې ده.

کرکټ په خپله اعلامیه کې وايي

د افغانستان کرېکټ بورډ په اعلاميه کې د دې پرېکړې علت د يادو لوبغاړو له خوا د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو ډډه ياده شوې چې په وينا يې دا د “ملي ګټو خلاف عمل” دی.

تراوسه دغو لوبغاړو د کرېکټ بورډ د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ويلي.

نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان خپله وروستۍ لوبه سوېلي افریقا ته وبایلله

نور ولولئ: افغان کرکټ ملي لوبډله جنورۍ میاشت کې له هند سره درې ۲۰اوریزې لوبې لري

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي دغه پرېکړه يوې “باصلاحيته کمېټې” کړې چې له مخې به د يوه کال لپاره دغو لوبغاړو ته مرکزي قراداد نه ورکول کېږي، خو وايي د اړتيا په صورت کې به يې د لوبېدو په اړه غور کېږي.

همدا ډول کرېکټ بورډ وايي، “د راتلونکو دوو کلونو لپاره دوی ته په بهرنيو لیګونو کې د ګډون هېڅ اجازه نه ورکول کېږي” او وايي “اوسني اجازه ليکونه يې هم لغوه” شول.

دوی د هند غوره لیګ کې هم نشي لوبېدلی

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې دغه دری لوبغاړي مجيب الرحمان، فضل الحق فاروقي او نوين الحق د هند غوره لیګ (ای پي اېل) کې بېلابېلو لوبډلو غوره کړي. خو د افغانستان کرېکټ بورډ کې يوې سرچينې بي بي سي ته ويلي، ياد لوبغاړي به د هند غوره لیګ کې هم د لوبېدو اجازه ونه لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي خپلې پرېکړې په اړه به د کرېکټ نړيوالې شورا، کرېکټ اسيايي شورا او نورو کرېکټ بورډونو او ښکېلو اړخونو سره شريکوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه اصلي مسئله روښانه نه ده ځکه په دې اړه لوبغاړو هېڅ نه دي ویلي. د راپورونو په اساس دغه درې واړه لوبغاړو د افغانستان د نوم او د پخواني ملي بیرغ سره مینه لري او تل یې په نړیوالو سټیجونو کې یې له افغانستان نه د کرکټ په ډګر کې ښه ساتنه کړي ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button