سیمه ییز خبرونه

د افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه د ۴ هېوادونو اندېښنې

طالبانو ته د ترهګرو د شتون په اړه “د افغانستان سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار” کنفرانس کې دغه څلورو هېوادونو اعتراض کړی دی

پاکستاني رسنیو له دې ډلې ایکسپریس ټریبیون راپور ورکړی چې د چین، روسیې، ایران او پاکستان استازو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه خپل اعتراض د طالبانو حکومت ته سپارلی دی.

ورځپاڼې د یک‌شنبې په ورځ د سرچینو له قوله په یوه راپور کې لیکلي، د دې هېوادونو استازو خپل اعتراض د جنوري په ۲۹مه په کابل کې “د افغانستان سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار” غونډه کې خاموشانه د طالبانو حکومت ته وسپاره.

په راپور کې زیاته شوې، دې څلورو هېوادونو په نهیلۍ د طالبانو حکومت ته اعتراض کړی چې په افغانستان کې په ترهګرو ډلو اړین کنټرول نه‌لري.

ددې اعتراض پلان د پاکستان و

د ایکسپریس ټربیون له قوله، د دې اعتراض د سپارلو پلان پاکستان طرحه کړی و؛ هغه هېواد چې د ورځپاڼې په خبره ادعا کوي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ له امله تر ټولو ډېر زیان ور رسېدلی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو “د افغانستان سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار” غونډه کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وویل، دوی په هیڅ وجه نه غواړي چې په سیمه کې کوم هېواد نا امنۍ او بې‌ثباتۍ سره مخ شي.

نور ولولئ: امرالله صالح وايي، انور کاکړ د څو ورځو صدراغظمۍ په خاطر خپل قوم ته سپکاوی کوي

نور ولولئ:  امرالله صالح وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د باج اخیستو لپاره چل دی

نور ولولئ: مجاهد: په افغانستان کې د داعش بریدونو یو نیم سلنه امنیت ګواښلی

که څه هم وړاندې د روسیې په ګډون د افغانستان ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د ترهګرۍ او ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو په ښکاره دا لومړی ځل دی چې په مشترک ډول څو هېوادونه په دې اړه خپلې اندېښنې او اعتراض د طالبانو حکومت ته سپاري.

taliban1
طالب چارواکي

د ترهګرو ډلو په هکله د اسلام اباد اسناد

د ویلو ده چې نږدې میاشت وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ ویلي و چې په بلوچستان، پښتونخوا او یو شمېر نورو سیمو کې یې د بریدونو وروسته، په دې پېښو کې د ښکېلو کسانو او نورو مسایلو په اړه د طالبانو حکومت ته یو شمېر اسناد سپارلي دي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د دې څرګندونو په ځواب کې د دوی تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون سره مرکه کې په پاکستان کې نا امني د دې هېواد کورنۍ مسله بللې وه او زیاته کړې یې وه، دوی به دا اسناد وڅېړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې دوی په افغانستان کې د پاکستان ضدو ډلو د موجودویت په اړه ادعا شوي او ورسپارل شوي اسناد څېړي

“د افغانستان سیمه‌ییز ابتکار غونډه”؛ دغه غونډه به اندېښنې ځواب کړي؟

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې دوی په افغانستان کې د پاکستان ضدو ډلو د موجودویت په اړه ادعا شوي او ورسپارل شوي اسناد څېړي

پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ډله فعاله ده او له دې ځایه په هغه هېواد کې بریدونه پلانوي.

روسیه او ایران تر ډېره په افغانستان کې د داعش له پیاوړتیا اندېښنه لري او چین بیا د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او ایغور بیلتون غوښتونکي د امنیتي ګواښ په توګه پېژني.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button