نړیوال خبرونه

د افغانیو پر وړاندې د افغانیو قیمت نور هم اوچت شو

د افغانیو پر وړاندې د افغانیو قیمت نور هم اوچت شو.امریکايي ډالر د افغانیو پر وړاندې ډېر په چټکۍ سره پورته روان دی او یوازې نن له دوه افغانیو څخه ډېر ګران شوی دی چې په دې سره یې ټول ریکارډونه هم مات کړل.

د سرای شهزاده د معلوماتو له مخې، تازه په هېواد کې ۱ امریکايي ډالر په ۸۲ افغانۍ شو، چې په دې سره یې په تاریخ کې ټول ریکارډونه مات کړل او لوړې بیې ته پورته شونن سهار ۱ امریکايي ډالر په ۷۹.۹۰ افغانۍ و، چې لږ وروسته بیا په ۸۰.۳۰ افغانۍ شو، ورپسې ۸۰.۵۰ افغانۍ ته پورته شو، خو دلته هم پاتې نه شو او همداسې پورته روان و.او مداسې ورو ورو جیګېدلو.

20210703 142734

او وروسته ۱ امریکايي ډالر ۸۰.۸۰ افغانۍ ته شو او بیا ورپسې ۸۱ افغانیو ته پورته شو، خو له دې څخه بیا نېغ په نېغه ۱ افغانۍ نور هم پورته شو او اوس تازه ۱ امریکايي ډالر په ۸۲ افغانۍ شو.چې دا په تاریخ کې تر ټولو اوچت ترین سطحې ته لاړه .

د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې د ۲۰۱۹ کال د جولای په څلورمه نېټه، یعنې له نن نه شاوخوا دوه کاله وړاندې ۱ امریکايي ډالر ۸۱.۴۰ افغانیو ته پورته شوی و.خو بیا وروسته بېرته راټيټ شو او ان 75 ته راورسېده خو بیا وروسته بیا اوچت شو.

اوس لا هم معلومه نده چې دا ډالربه ولې دومره ختلی وي او بیا به کم شي او که نه ځکه اوسمهال د ملک حالات په نورمال حالاتو کې ندي او باید څېړنه شي چې ډالر ولې زیات شو او ولې دومره زر زر اوچت شول.ځینې اقتصادي څېړونکي وايي چې د امریکا د وتلو لړی په ختمېدو ده اوړهمدا لامل شو چې ډالر وختل.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button