اقتصاد او سوداګري

د افغان-قزاق سوداګریز وصل کېدل او دویم لوی نندارتون

اسلامي امارت وکولی شول چې د منځني اسیا هېوادونه افغانستان کې پانګې او ګډې سوداګرۍ ته وهڅوي

د صنعت او سوداګرۍ وزرت سرپرست وايي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ دوه اړخیزې اقتصادي همکارۍ د دغو دوو هیوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د کچې زیاتوالي لامل شوې دي.

د افغان- قزاق دویم نندارتون او د دغو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز وصل کنفرانس چې دا ځل په کابل کې جوړ شوی، د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو، د قزاقستان او ترکمنستان د لوړپوړو پلاوو او یو شمېر هیوادونو د ډیپلوماتانو، د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور د استازو په حضور کې پیل شو.

اسلامي امارت او افغانستان کې سوداګرۍ ته فرصتونه برابرول

د رییس الوزرا مرستیالانو په دغه کنفرانس کې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د مناسبو فرصتونو له برابرولو یادونه وکړه او د دواړو هېوادونو د تولیداتو د پیژندنې په برخه کې یې د افغان- قزاق ګډ نندارتون جوړېدل د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم ګام وباله.

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر و ویل : د داسې نندارتونونو موخه د دواړو هېوادونو د تولیداتو او محصولاتو یو بل ته معرفي کول دي او په پایله کې یې کمیت او کیفیت ته هم توجه ور اوړي.

نور ولولئ: له ازبکستانه پاکستان ته د نفتي موادو د ټرانزیټ د طرحې تایید

نور ولولئ: افغانستان به د (اندخوی-ترکمن باشي) له لارې له روسیې او قزاقستان سره وصل شي

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوی عبدالکبیر هم په دغه غونډه کې و ویل: تاسې په افغانستان کې د قوي او لویو پروژو شاهدان یاست، سړکونه مو الحمدلله د ابادۍ پر لور روان دي. غټو غټو پروژو باندې په ځینو کار روان د او پر ځینو به کار کیږي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د افغانستان د ودې او پراختیا لپاره د اقتصادي فرصتونو رامنځته کول او له هغو ګټنه اغیزمنه ګڼي او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کوي.

afghan (12)
د افغان-قزاق سوداګریز وصل کېدل او دویم لوی نندارتون

د افغانستان او قزاقستان تر منځ سوداګري

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال، سریک ژومانګارین په دې تړاو و ویل: (د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ، افغانستان له قزاقستان سره تر ټولو ډيره سوداګري لري. موږ چمتو یو په دې برخه کې کار لا پیاوړی کړو. قزاقستان ته د افغان پلاوي وروستي سفر د پایلو له مخې مو ځان چمتو کړی چې مالي څرخ ۳ میلیارده ډالره زیات کړو.)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا هم څرګنده کړه؛ (د ۲۰۲۱ زیږیز کال له سپټمبر میاشتې راهیسې، یوناما د افغانستان د اقتصادي فرصتونو او ستونزو په تړاو راپورورکړی. موږ تل استدلال کړی چې د افغانانو د ګټې لپاره، د افغانستان اقتصادي مسله په لومړیتوب کې و نیول شي او دا چاره کولای شي د افغانستان او نړۍ د اړیکو د ښه کیدو لپاره مبدا وي.)

د صنعت او سوداګرۍ وزرت سرپرست چې د یاد کنفرانس کوربتوب پر غاړه لري وايي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ دوه اړخیزې اقتصادي همکارۍ د دغو دوو هیوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د کچې د زیاتوالي لامل شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي و ویل: د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې د ودې په موخه د مناسبې زمینې برابرولو په ځانګړې توګه د خصوصي سکټور او صنعت او کرنې په برخو کې یې د لوړو امتیازاتو سره، د سیمې په کچه زمینه برابره کړې ده.

د افغان- قزاق نندارتون او سوداګریز وصل کنفرانس د پرانیستې په دوام، د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا او تړونونو د ترلاسه کولو په موخه په ۱۲ سکتورونو کې د بي ټو بي په نوم د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور ناسته هم ترسره شوه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button