د افغان نجونو زدهکړې؛ دیکارلو له طالب چارواکو سره نړیوالې اندېښنې شریکې کړې

ملګري ملتونه وايي، د افغان نجونو زدهکړې او د ښځو وضعیت کابل ته د روزماري دیکارلو د سفر له مهمو موضوعاتو څخه وو او نوموړې په دې اړه له طالب چارواکو سره نړیوالې اندېښنې شریکې کړې.
ملګري ملتونه وايي، د سرمنشي مرستیالې روزماري دیکارلو کابل ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال له طالب چارواکو سره د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې شریکې کړې دي. د افغان نجونو زدهکړې
د ملګرو ملتونو د بیان له مخې، دیکارلو په ځانګړي ډول زدهکړو ته د نجونو د لاسرسي موضوع مطرح کړې او ټینګار یې کړی چې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې پرمختګ د افغانستان له پرمختګ سره مرسته کولی شي.
د افغان نجونو زدهکړې د خبرو مهمه موضوع وه
ملګري ملتونه وايي، دیکارلو له طالب چارواکو سره په لیدنو کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو اندېښنې شریکې کړې. د افغان نجونو زدهکړې د دغو خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وې.
نوموړې د خپل سفر پر مهال د مدني ټولنې له استازو، ښځو او د ملګرو ملتونو له افغان ښځینه کارکوونکو سره هم لیدلي دي.
دیکارلو د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۱۳مه، افغانستان ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي وو چې امیرخان متقي له دیکارلو سره په کتنه کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې هم حضور درلود.
د افغان نجونو زدهکړې, د دوحې بهیر او د افغان نجونو زدهکړې
د دوحې د بهیر دوام هم له طالب چارواکو سره د دیکارلو د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه و. هغې ټینګار کړی چې ملګري ملتونه به دغه بهیر ته دوام ورکړي.
دیکارلو د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او خصوصي سکټور په برخو کې د دوو کاري ډلو پرمختګ ته هم اشاره کړې ده.
هغې ویلي، د دوحې د بهیر خبرې باید د افغانستان خلکو ته لا ډېرې عملي پایلې ولري.
دا په څه کم دوو میاشتو کې دوهم ځل دی چې دیکارلو او امیرخان متقي د دوحې د بهیر په اړه خبرې کوي. د بهرنیو چارو وزارت د وږي په ۱۵مه ویلي وو چې دواړو په ټیلیفوني اړیکه کې د تعامل او همکاریو پر دوام خبرې کړې وې.
د دوحې بهیر د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه د نړیوال تعامل لپاره رامنځته شوی دی. تر اوسه په دوحه کې د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو درې غونډې شوې دي.
درېیمه غونډه د ۲۰۲۴ کال په اوړي کې د طالبانو په ګډون جوړه شوې وه. د افغان نجونو زدهکړې او د ښځو حقونه بیا د افغانستان په اړه د نړیوالو بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه پاتې دي.



