نړیوال خبرونه

د افغان نجونو زده کړې؛ د م.م د سرمنشي استازی د ښوونځیو پرانیستو غوښتنه وکړه

تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځیو پرانیستل

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازي ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د اسلامي امارت له مسوولینو سره لیدنه کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پر خلاصون ټینګار کړی دی.

ملګري ملتونه به په افغانستان کې د بیارغونې او بشري مرستو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي

مارکس پوټزل ژمنه یې کړې چي ملګري ملتونه به د افغانستان د بیارغونې او بشري مرستو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. هغه وویل:تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر واندې باید د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي او ښځې باید د نارینه وو په څېر زده کړو ته لاسرسی ولري او له نورو فرصتونو برخمنې شي. د یادې ادارې استازی وایي، د روغتیا، پوهنې او سوداګرۍ په برخه کې ستونزې هغه څه دي چې د طالبانو له راتلو مخکې موجودې وې او په خبره یې ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د مرستې ځانګړی صندوق رامنځته کړی چې چارې یې د یاد سازمان د پرمختیایي پروګرام له لوري پر مخ وړل کېږي

نور یی ولوله | د کورنیو چارو وزیر: نړی باید زموږ حکومت په رسمیت ژر تر ژره وپېژني

نور یی ولوله | د ولسي جرګې کومو پخوانیو غړو په انلاین ډول غونډه ترسره کړې ده ؟

مارک پوټزل څرګنده کړه: د روعتیا، پوهنې او سوداګرۍ په برخه کې ستونزې د طالبانو له واکمنېدو وړاندې موجودې وې. موږ د افغانستان لپاره ځانګړی صندوق ایجاد کړی دی چې له مخې یې تر سل مېلیون ډالرو زیاتې پیسې د ولایتونو، ولسوالیو او قریو لپاره ځانګړې شوې دي. بلخوا د ننګرهار اطلاعاتو کلتور رییس وايي په افغانستان کې د ملګرو مېلتونو له استازي سره يي خپلې غوښتني او ستونزي شریکې کړې او نوموړي ورسره ژمنه کړې چې ستونزې به يې حل وي

د ننګرهار اطلاعاتو کلتور رییس قاري نورمحمد حنیف وویل:«د ملګرو ملتونو استازی چې راغلی و، له موږ سره یې ژمنه وکړه چې د ستونزو په حل کې مو له تاسو سره په بشپړه توګه همکاري کوو، په ځانګړې توګه د کنګل شویو پیسو د خلاصون په برخه کې د ملګرو ملتونو استازی داسې مهال د نجونو د ښوونځيو پر خلاصون ټینګار کوي چې د ۳۰۳ ورځو په تېرېدو سره، لا هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې ښوونځي تړلي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button