ژوند او ټولنه

د افغان نجونو پرمخ د زده‌کړو بندیز د دوام په اړه د جاپان سفیر اندېښنه

اړوند خبرونه:

رینا امیري د نجونو زده کړې اهمیت لرونکي بولي

د ایران ولسمشر پزشکیان: سیمه دې له طالبانو سره تعامل وکړي

کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشی کورومایا وایي، هر ماشوم د زده‌کړو حق لري او هرې نجلۍ ته باید په ځانګړې توګه په روغتیایي برخو کې د زده‌ کړو زمینه برابره شي.

هغه افغانستان کې پر نجونو د ښوونیز بندیز له امله اندېښنه څرګنده کړې.

نوموړې زیاته کړه چې په روغتیایي برخه کې د ښځو ډاکټرانو تشه محسوسیږي.

جاپاني سفیر ویلي، که ښځو او نجونو ته د زده کړو زمینه برابره نشي نو افغانستان کې به روغتیایي خدمات له ګواښ سره مخ شي.

تاکایوشي کورومایا له طالبانو غوښتي چې د نجونو او ښځو پر وړاندې تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

دغه راز جاپان”افغانستان کې د پولیو له‌منځه وړلو” د یو کلن پروګرام لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ له صندوق (یونیسف) سره پنځه میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

ټاکل شوې چې دغه یو کلن پروګرام کې به څه باندې ۱۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شي.

کابل کې د جاپان سفیر په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته ویلي، هېواد یې له تېرو شلو کلونو راهیسې د یونیسف له مهمو شریکانو دی چې د افغان ښځو او ماشومانو ملاتړ یې کړی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button