اقتصاد او سوداګري

د افغان-ټرانس په اړه میرضیایف او پوتین له یوه او بل سره لیدلي دي

د روسیې او ازبکستان ولسمشرانو د افغان-ټرانس په اړه له یوه او بل سره لیدلي او دغه موضوع یې بحث کړي ده

رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېوادونو ولسمشران پر افغان ـ ټرانس پټلۍ پورژه خبرې وکړې، چې د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا تر سوېلي اسیا غځېږي.

دا پټلۍ د ازبکستان له ترمز د افغانستان مزار شریف ته ننوځي او له لوګر او پکتیا په تېرېدو سره د کورمې د خرلڅیو له لارې تر پېښور رسېږي.

د ټرېنډ نیوز د راپور له مخې ولادیمیر پوتین او شوکت میرضیایف دا خبرې وړمه ورځ د روسیې په کازان ښار کې د لوبو پرانیسته کې کړې دي.

د سویلې اسیا هېوادونو ته د ازبکستان د ځان رسولو هڅه

ازبکستان د افغانستان له لارې غواړي په پټلۍ تر سوېلي اسیا او بیا نورو بازارونو سره راکړه ور کړه ولري.

afghan trans1
افغان-ټرانس ته نیول شوی تیاری

د ازبکستان ولسمشر شوکت سلطان میرضیایف تېر دوبی هم له سوداګرو سره په کتنه کې ویلي و چې افغانستان د یوه خوندي دهلېز په توګه دغه هېواد له سویلي اسیا سره وصلولی شي.

نور ولولئ: نورو هېوادونو ته د افغانستان صادرات ۲۰ میلیون ډالره کم شوي دي

نور ولولئ: افغانستان ته د اوسپتنې پټلۍ له لارې ۷۱زره مټریک ټنه انتقالات

نور ولولئ: د طالبانو، پاکستان او ازبکستان تر منځ د افغان ټرانس هوکړه لاسلیک شوه

ازبکستان دغه هدف ته د رسېدو لپاره له افغانستان او پاکستان سره د ټرانس افغان پټلۍ پروژه په ۲۰۱۸ کال کې اعلان کړه، خو په افغانستان کې د سیاسي حالت د بدلون له امله یې عملي کارونه ځنډول شوي و.

د افغان-ټرانس د چارو عملي پیل

په ۲۰۲۲ م کال کې د دغې پروژې عملي چارې پیل شوې، چې ورسره به نوې سوداګریزې لارې هم پرانیستل شي او د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د لېږد وخت به له ۳۵ ورځو څخه له درې تر پنځو ورځو ته راټیټ شي.

‏ ‏د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د دې پټلۍ پروتوکول کې راغلي، چې د پټلۍ دا کرښه به د مسافرو او سوداګریزو توکو لېږدولو خدمتونه اسانه کړي او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او اقتصادي ودې په پرمختيا کې به مرسته وکړي.

afghan trans2
افغان-ټرانس نقشه

د طالبانو پټلۍ ادارې درې ورځې مخکې وویل، چې د «افغان ټرانس» ریل پټلۍ پروژې د تخنیکي او اقتصادي بیاکتنې د پیل لپاره یې د ازبکستان او متحده عربي اماراتو له هېوادونو سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د ازبکستان ټرېنډ رسنۍ وایي، د دې پروژې لګښت پنځه میلیارده ډالره دی او تر شل میلیون ټنو مواد لېږدولی شي، چې له مخې یې اروپا، روسیه، ازبکستان، افغانستان، پاکستان، هند او د سوېلي اسیا نور هېوادونه سره وصلېږي.

طالبانو هم بار، بار هڅه کړې تر څو د کاسا-۱۰۰۰ او ټاپي پروژې کارونه هم ژر تر ژره پیل شي، خو تر اوسه لا بریالي شوي نه دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button