سپورټد سپورټ تازه خبرونه – کرکټ، فوټبال او نړیوال سیالۍ

د افغان کرکټ ستوری کندهار کې؛ راشد خان ته کندهاریانو سخته مینه ورکړه

د افغان کرکټ ستوری راشد خان کندهار ته په سفر کې له تود هرکلي سره مخ شو؛ یوه ځوان پانګوال ورته ویلا ډالۍ کړه او نوموړي څو مهمې ودانیزې پروژې هم پرانیستې.

کندهار ته د راشد خان راتګ یوازې یو عادي سفر نه و. خلکو خپل مشهور کرکټ ستوری په مینه ونازاوه، خو د هرکلي تر ټولو جالبه شېبه هغه وه چې یوه کندهاري پانګوال ورته د ویلا ډالۍ وړاندې کړه.

د افغان کرکټ ستوری راشد خان ته ځوان پانګوال حاجي جاوید اسحق‌زي د کندهار د ولسونو په استازیتوب ویلا ډالۍ کړه؛ هغه ډالۍ چې کندهار ته یې د راشد خان سفر لا ځانګړی کړ.

خو د راشد خان د کندهار سفر کیسه یوازې په دې ډالۍ پای ته ونه رسېده.

راشد خان د ۵۰ اپارتمانونو کمپلکس پرانیست

راشد خان په کندهار کې د «اعمار نړیوال ودانیز شرکت» له لوري جوړ شوی اعمار ودانیز کمپلکس رسماً پرانیست. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغه کمپلکس شاوخوا ۵۰ اپارتمانونه لري.

په دې سفر کې د افغان کرکټ ستوری د کرکټ له میدان څخه بهر د کندهار د نویو ودانیزو پروژو په پرانیسته کې هم راڅرګند شو.

له دې وروسته د هغه سفر د عینو مېنې پر لور وغځېد؛ هلته راشد خان د اعمار د یوې نوې ۳۰ پوړیزې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

په عینو مېنه کې د دوو نویو پروژو پیل

راشد خان د ۳۰ پوړیزې ودانۍ ترڅنګ د «اعمار شاپینګ مال» د بنسټ ډبره هم کېښوده، چې په دې سره یې په کندهار کې د څو ودانیزو پروژو د پرانیستې او پیل په مراسمو کې برخه واخیسته.

کندهار ته په دې سفر کې د افغان کرکټ ستوری راشد خان د خلکو له تود هرکلي او پراخې مینې سره مخ شو؛ داسې سفر چې له یوې ځانګړې ډالۍ پیل شو او د نویو ودانیزو پروژو تر بنسټ اېښودلو پورې وغځېد.

امین خاطر وایي، دغه پروژې د کندهار د ښاري پراختیا، عصري ودانیزو چارو او خصوصي پانګونې په برخه کې مهم ګامونه دي او د ښار د لا پرمختګ او ښکلا لپاره به نوې زمینه برابره کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button