د افغان کډوالو پر ستنولو خبرې؛ اروپايي ټولنه له طالبانو سره د بروکسل ناستې ته چمتووالی نیسي

اروپايي کمېسیون وایي، د افغان کډوالو پر ستنولو خبرې به ډېر ژر په بروکسل کې د طالبانو له استازو سره ترسره شي. د راپورونو له مخې، اروپايي ټولنه غواړي د افغان کډوالو د بېرته لېږد، حقوقي همغږۍ او تخنیکي همکاریو په اړه له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي.
فرانس پرېس خبري اژانس د اروپايي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ټاکل شوې د طالبانو چارواکو ته د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته د سفر رسمي بلنه ولېږل شي، څو د احتمالي ناستې نېټه وټاکل شي.

د افغان کډوالو پر ستنولو خبرې ولې مهمې شوې؟
د راپور له مخې، اروپايي هېوادونه په وروستیو میاشتو کې د کډوالو د پالیسۍ د سختولو پر لور روان دي او غواړي هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستوي چې د پناه غوښتنې دوسیې یې رد شوې یا په جنايي قضیو کې ښکېل بلل کېږي.
اروپايي ټولنې ویلي، دا خبرې د سویډن په همغږۍ روانې دي او تر دې وړاندې اروپايي چارواکو د همدې موضوع په تړاو کابل ته هم سفرونه کړي وو.

د اروپايي ټولنې یوه ویاند ویلي، اوس مهال له «د افغانستان له اوسنیو چارواکو» سره د یوې تخنیکي ناستې د جوړېدو پر امکان کار روان دی، خو تراوسه یې وروستۍ نېټه نه ده اعلان شوې.
د افغان کډوالو پر ستنولو خبرې او د اروپا نوې تګلاره
راپورونه ښيي چې د اروپايي ټولنې شاوخوا ۲۰ غړي هېوادونه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر لارو چارو غور کوي. د معلوماتو له مخې، تر ۲۰۲۵ کال پورې زرګونو افغانانو ته خبر ورکړل شوی چې ښايي افغانستان ته ستانه کړل شي.
جرمني هم د ۲۰۲۴ کال راهیسې د قطر په همکارۍ یو شمېر افغانان، چې په جرمونو تورن بلل شوي، بېرته افغانستان ته لېږلي دي.

په همدې حال کې بشري بنسټونه خبرداری ورکوي چې افغانستان لا هم له اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او بشري بحران سره مخ دی او د افغان کډوالو جبري ستنول ښايي د هغوی ژوند له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي.
اروپايي هېوادونه داسې مهال د افغان کډوالو پر ستنولو خبرې پراخوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لا هم هېڅ هېواد د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.



