د افغان کډوالو په ملاتړ د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته لېږل شوی لیک

اړوند خبرونه:
مارکو روبیو وايي، امریکا به د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي
د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې د افغان کډوالو د ایستلو د پروګرام مشر، شان وېنډیوار د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له یو لیک استولی.
په دې لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر غوښتنه شوې، چې د افغان متحدینو ملاتړ ته دوام ورکړي، که نه په خبره یې د هغوی ژوند به لا زیات ګواښ سره مخ شي.
سرچینه د لیک د محتوا پر اساس زیاته کړې، چې دا به په راتلونکو جګړو کې د امریکايي ځواکونو باور ته زیان ورسوي.
بل لورته بیا د امریکا د پخوانیو نظامیانو یو ډلې هم له بهرنیو چارو وزارته ورته غوښتنه کړې ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دغه لیک په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.
دا لیک داسې مهال استول کېږي، چې زرګونه افغانان په بیلابیلو هېوادونو کې امریکا ته د تګ په انتظار دي، خو ټرمپ د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې امریکا ته د کډوالو د ورتګ مسله وځنډوله.
وبه لیدل شي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به دغه لیک ته مثبت ځواب ووایي که نه.