نړیوال خبرونه

د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پالیسۍ عالي کمېسیون لومړۍ غونډې ترسره شوه

د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پالیسۍ عالي کمېسیون لومړۍ غونډې ترسره شوه. د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پالیسۍ عالي کمېسیون لومړۍ غونډه، نن ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په اول کې د جمهوري ریاست حقوقي واحد د یاد کمېسیون د موخو، دندو او جوړښت په اړه معلومات ورکړل او د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وشوې.ولسمشر غني د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پالیسۍ عالي کمېسیون تشکیل د تایید پر مهال وویل، موږ په یوه بېساري فرصت کې قرار لرو او باید حقوقي زېربنا ولرو چې د بین المللي اړیکو او د اقتصاد او سوداګرۍ په ځانګړي ډول صادراتو برخه کې د ادارو په فعالیتونو کې لازیات خوځښت ایجاد شي.

fb img 1622632720331

هغه ټینګار وکړ، ادارې دې خپل لومړیتوبونه مشخص او د ارزښت او عرضې ځنځيرونو تحرک زیات شي.د هیواد جمهوررئیس یوه وزارت ته د دوه اړخیزو اقتصادي کمېسیونونو د لېږد په اړه وویل، د مالیې وزارت له لورې د کمېسیونونو تر ارزونې وروسته دې د هغو راپور د راتلونکو پرېکړو په موخه اقتصادي عالي شورا ته وړاندې شي.

ولسمشر غنی د خپلو خبرو په پای کې د سوداګریزو دهلېزونو په اړه وویل، د دهلېزونو د مدیریت واضح پالیسي باید موجوده وي، وزارتونه او سفارتونه دې د خپلو ظرفیتونو لوړولو سره په یاده برخه کې زموږ د سوداګرو ستونزې حل کړي.

دغه کمېسیون به د اقتصادي مذاکراتو په برخه کې د پالیسیو د همغږۍ په موخه د بین الوزارتي مرجع، د ترانزیټي دهلېزونو فعالولو، د اقتصاد او سوداګرۍ ودې او همدارنګه له هیوادونو سره د تعهداتو پر تطبیق د څارونکي مرجع په توګه عمل وکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button