نړۍ

د اماراتو په منځګړیتوب، روسیې او اوکراین خپل بندیان تبادله کړل

اړوند خبرونه:

متحده عربي اماراتو په ۲۲۳ سیالو شاخصونو کې په نړیواله کچه لومړی مقام خپل کړ

د متحده عربي اماراتو بهرنۍ مرستې له ۱۹۷۱ راهیسې ۳۶۰ ملیارد درهمو ته ورسېده

د پاکستان او طالبانو تر منځ د عربي متحده اماراتو منځګریتوب

د متحده عربي اماراتو د پرله‌پسې هڅو له امله روسیه او اوکراین دې ته تیار شول چې د ۱۴۶ بندیانو تبادله وکړي

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی، چې دوی د خپلو ۱۴۶ سرتېرو په بدل کې د ۱۴۶ اوکرایني سرتېرو تبادله ترسره کړې ده.

تاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې روسیې د خپلو ۱۴۶ سرتېرو په بدل کې د ۱۴۶ اوکرایني سرتېرو تبادله ترسره کړې ده.

راپور زیاتوي، چې روسي سرتېري له اوکراین څخه بیلاروس ته لیږدول شوي دي.

له دې سره د روسیې دفاع وزارت هم اعلان کړی، چې د کرسک سیمې اته تنه اوسېدونکي چې په اوکراین کې نیول شوي وو، هم خوشې شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، روسي سرتېري د خوشې کېدو وروسته بیلاروس ته لیږدول شوي، بېلاروس کې به دوی به رواني او طبي پاملرنه ترلاسه کړي. او دوی به بیا د درملنې او بیارغونې لپاره روسیې ته راستانه شي.

دغه تبادله د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب ترسره شوې، او همداراز مسکو ي اماراتو څخه د تبادلې په برخه کې د منځګړي په توګه د رول لوبولو لپاره مننه وکړه.

باید وویل شي چې روسیې او اوکراین تر دې وړاندې هم د خپلو نیول شویو کسانو تبادله ترسره کړې وه.

د اوکراین پر جګړې نږدې درې کلونه اوړي، او له پوځي اړخه یې دواړه هېوادونه نستباً سخت ځپلي دي.

دا هم ولولئ:  د اخوان المسلمین ډله په ځینو عربي او نورو هېوادونو کې د ناامنۍ سبب شوي

له تېرو څو میاشتو راهیسې د ټرمپ ادارې او روسي چارواکو ترمنځ د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو پر سر خبرې روانې دي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې جګړې پر پایته‌رسولو ټینګار کړی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button