نړیوال خبرونه

د امارات هوايي شرکت افغانستان ته بیا فلایټونه پیل کړل

پلان شوې ده، چې نن پنجشنبه د اماراتس نړیوال هوايي شرکت، کابل ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې. دغه جازونه د کرونا وېروس له امله د کرنطین پخاطر میاشتې میاشتې بند وو چې نن به بیاشروع شي تېره ورځ هم د ترکېش هوايي نړیوال شرکت له څلورو میاشتونه بعد کابل ته په اول ځل الوتنه پیل کړه

اماراتو شرکت چې د نړۍ په سطحه ټولو نه غټ شرکت دۍ او ټولې نړۍ ته فلايټونه لري دغه شرکت اوسمهال په لکاوو روپۍ تاوانونه کړي دي،او کاروبار اوسمهال په ټپه ولاړوو خو اوس یو ځل بیا پلان لري چې بیا پروازونه پیل کړي او خپل د کاروبار چارې وچلوي

متحده عربي اماراتو هوايي ډګرونه د بېلابېلو هېوادونو هوايي شرکتونو او الوتکو د کښېناستو او تګ راتګ له بوختو لارو ګڼل کېږي، خو افغان هوايي شرکتونه دې هېواد ته ډېرې کمې الوتنې لري تر دې چې اوس یواځې اریانا هوايي شرکت چې د افغانستان دولتي شرکت دی په اونۍ کې یو ځل د کابل دوبۍ تر منځ الوتنه کوي.

هغه الوتنې چې د دوبۍ او کابل تر منځ تر سره کېږي ټولې يې اماراتي شرکتونو انحصار کړې دي، دا باید بالمثل شي داسې چې که شپږ الوتنې کېږي لږ تر لږه درې يې افغاني شرکتونه وکړي چې دواړه لوري ګټه وکړي خو دلته ۹۰ سلنه الوتنې عربي شرکتونه کوي ځکه نو زموږ شرکتونه ډېر زیانمن شوي.”د کام ایر الوتکې پر ولایتي الوتنو سربېره، تر ډېره ترکيې، سعودي عربستان، هند او د منځنۍ اسیا ځينو هېوادونو ته تګ راتګ کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د هوايي چلند ادراه وايي دوبۍ ته د افغاني هوايي شرکتونو الوتنې د تخنیکي ستونزو له کبله کمې شوېدي. د دې ادارې مشر قاسم وفايي زاده وايي دا ستونزې د خبرداري تر کچې رسېدلي او متحده عربي اماراتو یو ځل بیا د افغان هوايي شرکتونو د ستونزو راپور دوی ته ورکړی دی.د یادونې وړ ده چې د ګرنطین نه مخکې د اماراتو هوايي شرکت بحرین، لندن (هیترو)، مانچستر، فرانکفورت، پاریس، میلان، مادرید، زوریخ، ویانا، امستردام، کوپینهېګن، ډبلین، نیویارک، شیکاګو، تورنتو، کوالالمپور، سینګاپور، جاکارتا، تایپې، هانګ کانګ، پیرت، بریسبېن، سیډني، میلبرن او مانیلا ته الوتنې کولې،

دولت باید د افغانستان الوتنې هم نریوالو فلایټونو ته چمتو وساتي او ژر تر ژره ېې پیل کړي ځکه که نړیوال فلایټونه شروع نشي نو د افغانستان دغه سکتورته ته به سخت زیان ورسوي او د هوايوردي اداره د افغانستان د عوایدو مهم سرچینه ده له همدې امله د هېواد هم راکم شوي دي،

د افغانستان یو دولتي اریانا هوايي شرکت په هېواد کې یو له لرغونو هوايي شرکتونو څخه ده چې د دولت په چوکاټ کې فعالیت کوي، خو د ۲۰۰۱ کال راهیسې څو غیر دولتي شرکتونو هم په دې هېواد کې فعالیت پیل کړ چې وخت په وخت له سقوط سره مخ شوي دي. او اقتصادي ستونزو سره هم مخ ده،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button