اقتصاد او سوداګري

د امام ابوحنیفه نندارتون کې ۵۰۰ قراردادونه لاسلیک شوي

یادو قراردادونه چې ۴۵ میلیونه ډالره ارزښت یې درلود، د افغان او بهرنیو سوداګرو تر منځ لاسلیک شوي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې نن یکشنبه «زمري لومړۍ» کابل کې د امام ابوحنیفه د اووه ورځني نړیوال نندارتون په پای کې یوشمېر سوداګرو د خپلو تولیداتو د پلور لپاره قراردادونه ترلاسه کړي دي.

دوی زیاتوي چې یاد نندارتون کې د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۵۰۰ قراردادونه لاسلیک شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس مومند وویل: «دې نندارتون کې د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي او یوازې د مېرمنو له عرفو څخه ۴۱ میلیونه افغانۍ خرڅلاو شوی او ټول خرڅلاو ۵۰ میلیونه افغانۍ دی.»

د افغان او بهرنیو سوداګرو تر منځ همکاري زیاتېدل

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خیرالدین مایل احمدي وویل چې یاد نندارتون کې د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د همکاریو څه باندې ۵۰۰ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي. د نوموړي په وینا: «دې نندارتون کې ۵۰۰ کوچني او لوی هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي چې دا یوه ښه لاسته‌راوړنه ده.»

په ورته وخت کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مسوولان بیا وايي، په پام کې لري چې نږدې راتلونکې کې افغاني تولیدات قزاقستان کې یوه نندارتون ته وړاندې کړي.

نور ولولئ: هرات کې د ښځو لاسي صنایعو پنځه ورځنی نندارتون

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل: «دا نندارتونونه به دوام ولري او ورځ تر بلې به ښه کېږي، څو د سیمې په کچه د افغانستان تولیدات ولرو. ټاکل شوې راتلونکو ورځو کې له خصوصي سکټور ۷۰ غرفې قزاقستان کې یوه نندارتون کې نندارې ته کېښودل شي.»

دا نندارتون د داخلي تولیداتو د پلور لپاره مهم و

بل‌خوا د امام ابوحنیفه د دویم نړیوال نندارتون يوشمېر ګډونوال هم دغه ډول نندارتونونونه د خپلو تولیداتو د پلور لپاره ګټور بولي او وايي، له دغه نندارتون څخه يې ښې پايلې ترلاسه کړي.

تمنا چې دې نندارتون کې خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي وویل: «موږ دې نندارتون کې تر ډېره لاسي صنایع درلودې او خرڅلاو مو هم ښه‌وو، قراردادونه وو او باید دا نندارتونونه دوام ولري.»

نور ولولئ: په کابل کې د نوي کال په رارسیدو یو ملي نندارتون جوړ شوی

د نندارتون یوې بلې ګډونوالې زرمینې هم غوښتنه وکړه چې دوی باید ملاتړ وشي او په وینا یې، «ښه ګټه ترلاسه کړي او خرڅلاو مو ښه‌وو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان زیاتوي چې د امام ابوحنیفه دویم نړیوال ۷ ورځني نندارتون څخه ۳۵۰ زره کسانو لیدنه کړې چې د ایران، پاکستان، هند او ترکیې وګړي هم په کې شاملېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button