کورني خبرونه
رجحان

د امربالمعروف نوی قانون؛ د ښځې لوڅ مخ فتنه ده

د امربالمعروف نوی توشیح شوی قانون وايي، د ښځې لوڅ مخ فتنه ده، باید پټ وي

د طالبانو د عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده د « امربالمعروف او نهې عن المنکر قانون» توشیح کړ.

په دې قانون کې ویل شوي، چې «د فتنې له وېرې د ښځې ټول بدن او مخ پټول» اړین دي.

د سړو جامې د طالبانو د دې قانون بله برخه ده.

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې دغه قانون په رسمي جریده کې په یوه سریزه، څلور فصلونو او ۳۵ مادو سره خپور شوی دی.

د نارینه او ښځینه د جامو په اړه

امربالمعروف نوی قانون,نوی قانون,ښځې لوڅ مخ فتنه

د دې قانون له مخې؛ د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مکلف دی، چې «د اسلامي شريعت او حنفي فقهې له مخې په نېکۍ امر او له بديو منع وکړي.»

د طالبانو د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د ملا هبت الله په توشيح شوي قانون کې امربالمعروف وزارت د نارینه او ښځو د جامو په اړه « د امربالمعروف او نهې عن المنکر» د عملي کولو اړوند مکلف کړی دی.

نور یی ولوله | عبدالباقي حقاني : نړی باید اسلامي مارت سره رسمي تعامل وکړي

نور یی ولوله | افغانستان کې د زلزلې له امله ۸ کسان مړه شوي دي

په قانون کې راغلي: «دا د طالبانو له دندو څخه دي، چې د امارت د دفترونو خلک او کارکوونکي مکلف کړي، چې اسلامي عباداتو ته غاړه کېږدي، د رسنیو مسوولین باید د شریعت له مخې مواد خپاره کړي، په منځپانګه کې د مسلمانانو سپکاوی و نه کړي او داسې مواد خپاره کړي، چې د روح لرونکي عکسونه پکې نه وي.»

د دغه قانون له مخې؛ د موسیقۍ خپرول، له محرم او حجاب پرته د ښځو تګ او په موټرو کې د نارینه او د ښځو يوځای کول منع دي.

د ږیري د کمولو او خریلو مخه نیول

امربالمعروف نوی قانون,نوی قانون,ښځې لوڅ مخ فتنه

د امربالمعروف وزارت چارواکي هم مکلف شوي، چې د ږیرې خريلو او کمول مخه ونیسي.

د دې قانون له مخې؛ که څوک د محتسبانو امر ونه مني هغه به «له یو ساعت څخه تر درېیو ورځو پورې زنداني او د محتسبانو له لوري به ټاکل شوې سزا» ورکول شي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د سې شنبې په ورځ (د زمري ۳۰ مه) ويلي وو، چې په تېر کال کې یې تر ۱۳ زره ډېر کسان د «غیر اخلاقي کړنو» په تور نیولي دي.

دغه وزارت ويلي، په دې موده کې يې له ۲۸۰ ډېر امنيتي ځواکونه د ږيرې نه لرلو له امله له دندو ګوښه کړي دي.

خو په اسلامي شریعت او نوره اسلامي نړۍ کې د ښځې مخ پټول نه دي منع شوي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button