نړیوال خبرونه

افغانستان کې د زلزلې له امله ۸ کسان مړه شوي دي

په ختیځو او شمالي سیمو کې تیره شپه زلزله وشوه

افغانستان په مشرقي او شمالي سیمو کې تېره شپه زلزله کې لږ تر لږه اته کسان مړه شوي دي. د رویټرز خبري ادارې ترمخه، په ننګرهار ولایت کې د طالبان د اطلاعاتو او ثقافت مسول مولوي نجیب الله حنیف ویلي د اتوار، يکشنبې، په شپه زلزې جاني او مالي نقصان کړی دی.

حنیف باختر خبري ادارې ته ویل د جاني زیان د زیاتېدو امکان دی. د امریکي یو اېس جیولاجیکل سروی یو ایس جی ایس ایس  د ګل په سحر د جلال اباد سره د پېنځه اشاریه درې درجې زلزله ریکارډ کړه. دغه زلزله د پاکستان د خېبرپښتونخوا او په اسلام اباد کې هم محسوس شوې ده. د افغانستان د پژواک خبري ادارې ترمخه په افغانستان کې د زلزلې جړقونه په کابل، لوګر، خوست، پکتيا، بغلان، ننګرهار، لغمان او کونړ سره په نورو سيمو کې هم محسوس کړی شوي دي.

یو اېس جي اېس وویل د زلزلې مرکز د جلال اباد نه شمال ختيځ ته 34 کلوميټره فاصله د هندوکش په غرونو کې و. په افغانستان او پاکستان کې دا زلزله په داسې حال کې شوې چې په پاکستان کې په درونو بارانونو او سېلابونو کې په سلګونو کسان مړه شوي او په لکونو کسان بې کوره شوي دي.

نور یی ولوله | د کومکونو نړیواله ورځ د عربی اماراتو د کومکونو دوام د ستایلو وړ دی

نور یی ولوله | د نجونو د ښونڅیو پر پرانستلو بیا ځلې ټينګار

د افغانستان په جنوب لویدیځو سیمو کې زلزله وشوه

د جون په مياشت کې د افغانستان په جنوب مغربي برخو کې د زلزلې دلاسه د 1100 نه زیات کسان مړه شوي وو او په زرګونو کورونه يې وران کړي وو. د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې نه د زلزله ځپلو خلکو دپاره د مرستې غوښتنه کړې وه.

د امريکې د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن په 28 جون په ټویټر ويلي وو، د افغانستان د زلزله ځپلو دپاره د نورو 55 ملينه ډالرو مرستې ورکوي. په افغانستان کې تیره مياشت د راغلو سېلابونو په مهال هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نړيوالو مرستو غوښتنه کړې وه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button