کورني خبرونه

د امربالمعروف وزیر وروستیو څرګندونو ته د افغان ښځو غبرګون

دغه ښځې وايي چې طالبان د ښځو پروړاندې هر اړخیزه جګړه کوي او کار یې یوازې د ښځو ځپل دي

طالبانو پر ښځو ګڼ بندیزونه وضع کړي او لا هم دغه چاره په شدت سره دوام لري.

یو شمېر افغان مېرمنو له تلګراف ورځپاڼې سره په خبرو اترو کې د ښځو د غږ د منع کېدو په اړه د طالبان د امربالمعروف وزیر وروستۍ څرګندونې د ښځو پر وړاندې هر اړخیزه جګړه بللې ده. په هرات کې یوې مېرمنې ویلي، چې د طالبانو فشارونو ځيني ښځې ځان وژنې ته اړ کوي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت په دې وروستیو کې د خالد حنفي یو غږیز فایل خپور کړی، چې نوموړی په کې وایي، یوه بالغه ښځه اجازه نه لري چې ان د یوې بلې ښځې د لمانځه پر مهال «الحمدالله او سبحان‌الله» ووايي، د سندرو او ترانو ویل خو لرې خبره ده.

د حنفي غږیز پیغام

حنفي ویلي: «کله چې یوه ښځه د تکبیر او اذان اجازه نه لري، نو نه شي کولی چې سندرې او ترانې هم ووایي.»

نوموړي په تدریجي توګه د امربالمعروف د قانون پر پلي کېدو هم ټينګار کړی دی.

تلګراف ورځپاڼې ته یوې افغانې مېرمنې له کابل څخه ویلي: «هر څه چې دوی (طالبان) ووایي، مونږ د روحي شکنجې په معنا ده.»

نور ولولئ: روزا اوتنبایوا: افغانستان کې ښځینه بندیانې له حقوقي خدمتونو بې برخې دي

نور ولولئ: پر ښځو د طالبانو کاربندیز؛ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو عملیاتي چارو ارزونه پيل کړې

د یادې مېرمنې په خبره: «په افغانستان کې زمونږ مېرمنو ژوند کول له درده ډک دی. افغانستان هېر شوی دی، په همدې دلیل مونږ ځپل کېږو، دوی هره ورځ مونږ شکنجه کوي.»

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو سره په سیستماتیک ډول د ښځو حقونه نقض کړي دي.

د ښځې د غږ حراموالی

یادې ډلې تر دې وړاندې دستور ورکړ، چې خپل مخ پټ کړي او د نامحرمه نارینه و په حضور کې دې له خبرو کولو ډډه وکړي.

طالبانو په خپلو ټولو سخت دریځه کړنو سره همداراز ویلي، چې له دې قوانینو څخه د سرغړونې په صورت کې به ښځې ونیول شي.

د ملکي برخې یوې پخوانۍ کارکوونکې ویلي: «دوی (طالبان) زمونږ پروړاندې هر اړخیزه جګړه کوي او مونږ په نړۍ کې څوک نه لرو چې غږ مو واوري.»

نوموړې زیاته کړه: «نړۍ مونږ همداسې پرېښي یو. دوی مونږ طالبانو ته سپارلي یو او نن چې هر څه زمونږ پروړاندې کېږي، د لوېدیځ د سیاستونو پایله ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان وایي، چې د ښځو حقونه د شریعت په چوکاټ کې په پام کې نیسي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button