کورني خبرونه

د امريکا او طالبانو مذاکراتو په اړه قطر ډاډ ورکړی

 قطر قطر

طالبان وايي د قطر  مرکز دوحه کې د امريکايي استازو او طالبانو د پلاوي تر منځ مذاکرات روان دي چې یکشنبه ېې هم دوام وکړ. طالبان وايي پلاوي یې دې لړ کې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره هم لیدلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوه ټویټر پیغام کې لیکلی  د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني قطر ته دافغاني هيئت په راتګ لومړی  نړيوالو سره په لیدو خوښي څرګنده کړه ډاډ يې ورکړ چې قطر له افغانستان سره مرسته  ته  چمتو دی له دې مخکې طالبانو او امریکايي دیپلوماتانو له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته اول  ځل په دوحه کې مخامخ خبر وکړی

امریکايي چارواکي وايي د دې خبرو تمرکز په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره پر مبارزې  او له افغانستان نه  د امریکايي وګړو پر ایستلو او بشري همکاری ورټول و .   امریکایي چارواکي ټینګار کوي چې له طالبانو سره د دوی خبرې په رسمیت د طالبانو پېژندلو  هیڅ معنی  نلری د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير ملا امير خان متقي چې د دغه پلاوي په مشرۍ قطر ته تلی وو پرون وویل په دې غونډه کې د بشري مرستو په دوام خبرې وشوې او په دې ټينګار وشو چې د دوحې تړون بايد په مکمله  توګه عملي شي

featured 11
featured 11

په پام کې ده قطر کې دغه مذاکرات نن یکشنبه هم دوام وکړي قطر ته د امریکا تلي پلاوي کې د دغه هېواد دیپلوماتان او د څارګرو ادارو ځینې چارواکي شامل دي امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي د بشری حقونو او په خاص توګه د ښځو حقونو مراعت کولو لړ کې به پر طالبانو زور  راوړل دوام وکړي

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

د امریکایانو په ګډون ۱۲۴ زره بهرني وګړي او افغانان له کابل له ایستل شوي، خو یو شمېر بهرنیان او هغه افغانان چې بهر ته تلل غواړي لا هم په افغانستان کې پاتې دي د سپتمبر لومړیو کې امریکا له افغانستان څخه  د خپلو ځواکونو تر را ایستلو وروسته له کابله لومړنۍ خصوصي ملکي الوتنه د یوه مثبت ګام په توګه وبلل

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button