لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

د امریکايی او مسلمان روسی لوبغاړي لوبه لغوه شوه

کرونا ویروس د چین او امریکا په شمول بو شمېر هېوادونو ته خپره ده ا مریکا هېواد کې د کرونا وېروس له امله ۱ لک نه زیات وګړي متاثره شوي دی او له دوه زره نه زیات وګړي د دې امله مړه شوي دي همدا راز د امریکا تر څنګ یو شمېر نورو هېوادونو ته هم خپور شوۍ دۍ په دغه هېوادونو کې یی مرګ ژوبله اړولې ده. د کرونا ویروس د زیاتېدو له امله ژوند په ډېر اړخونو اثر کړۍ نو په دې لړ کې د لوبو میدان هم متاثره شوۍ.

 ټاکل شوې وه د روسیې هیواد تکړه مسلمان لوبغاړی حبیب نورمحمدوف په روانه اپرېل میاشت کي د سرسخت امریکايي سیال توني فرګوسن په وړاندي ولوبیږي، خو دا لوبه د کرونا ویروس له امله لغوه سوه. نورمحمدوف د یادي لوبي د لغوه کېدو په اړه وویل، چي د کرونا ویروس له امله نسي کولای امریکا هیواد ته یادي لوبي لپاره سفر وکړي، ځکه د روسیې ټول پروازونه لغوه سوي.

هغه زیاته کړه، چي د یو ایف سي سازمان مسئولینو راته څو میاشتي مخکي وویل، چي دا لوبه ممکن په امریکا او یا هم متحده عربي آماراتو کي ترسره سي.

حبیب پر خپل انسټاګرام لیکلي:

((د یو ایف سي سازمان سره تر خبرو وروسته مو پرېکړه وکړه، چي یوه میاشت مخکي تر لوبي باید آماراتو ته سفر وکړو، مګر وروسته چي مو آماراتو ته سفر وکړ، معلومه سوه، چي هغوی د کرونا ویروس له امله ټولي دروازې تړي او هیڅوک نسي کولای آماراتو ته داخل شي.))

هغه ویلي وروسته مجبوره شوو، چي د لوبي کولو پرته بیرته خپل هیواد روسیې ته سفر وکړو. حبیب نورمحمدوف، چي دې لوبي ته ئې پوره چمتوالی نیولی وو او اوس هم د قرنطین په مهال په تمرینونو بوخت دئ. حبیب نورمحمدوف وروسته له هغه نړیوال شهرت پيداکړ، چي ایرلینډ وتلي لوبغاړي مک ګرګور ته ئې ماته ورکړه.

دیادونې وړده دنورو هېوادونو په څېر په هېواد کې دننه هم ډېرې لوبۍ څنډیدلې دي.د کرکټ په شمول فټبال او داسې نورې لوبې څنډېدلي دي. دغه لوبې د ډېرې ګڼړه ګوڼړه د کمېدو لپاره څنډېدلي دي تر څو زیاتو انساني فاجغو مخنیوۍ وشي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button