نړیوال خبرونه

د امریکا استخبارات: ایران بیا د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه ده کړې

د امریکا استخباراتي ادارې وايي، چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅې نه دي کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو د نویو استخباراتي مالوماتو د ارزونو له مخې ایران دمګړۍ اټومي وسلو ته د لاسرسي هڅې نه کوي،‌ خو داسې فعالیتونه یې چټک کړي، چې د دغو وسلو په جوړولو کې ورسره مرسته کولی شی.

د امریکا د استخباراتو ملي ادارې د یوه رپوټ پر بنسټ چې پرون دوشنبه خپور شوی، تهران له ۲۰۲۰ کال راهیسې د اټومي وسلو جوړولو لپاره د خپلو وړتیاو لوړولو پر لور ګامونه اخیستي، خو پر دغه کار یې لاس نه دی پورې کړی.

اوسنۍ اروزونه له پخوانيو سره همغږي دي

د امریکا دا نوې استخباراتي ارزونه د دغه هېواد تېرو ارزونو سره همغږې ده، خو د کانګرس ډېر غړي پرې بې باوره دي.

دا ارزونه داسې مهال خپرېږې چې د جو بایډن حکومت ایران سره اټومي هوکړې ته ورستنېدو لپاره هڅې کوي.‌

له دې هوکړې د وتلو پرېکړه د ډونلډ‌ ټرمپ حکومت کړې وه.‌

نور ولولئ: (ای اې اي اې) ادارې ایران نړیوالو پلټونکو ته اجازت نه ده ورکړې

ښاغلي بایډن که څه هم په دې لار کې د خپلې ادارې د هڅو دفاع کړې، خو د ایران په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي ‘رابرټ مالي’ جبري رخصتۍ ستونزه پیچلې کړې ده.

دغه تازه رپوټ کې راغلي چې “ایران اوسمهال د وسلو د تولید د مهمو فعالیتونو په لړ کې چې د یوې ازموینې وړ اټومي دستګاه جوړیدو لپاره ورته اړتیا ده،‌ ګام نه دی اخیستی.”

داسې فعالیتونه چې ایران د اټومي وسلو جوړولو ته نږدې کوي

خو په رپوټ کې دا ټینګار هم شوی چې تهران “د داسې فعالیتونو پر تحقیق او پراختیا بوخت دی، چې که پلان ولري، د اټومي وسلو جوړولو لپاره یې د اړتیا وړ چاودېدونکو توکو تولید ته نږدې کوي.‌”

د دغه رپوټ له مخې ایران د یورانیمو د بډاینې اړوند د ۲۰۱۵ کال اټومي هوکړه نقض کړې ده.‌

د امریکا د استخباراتو ملي ادارې دا مالومات د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس رپوټونو سره هم همغږه دي.‌

دې رپوټ کې د ایران راکټي پروګرام د منځني ختیځ‌ هېوادونو لپاره ستر ګواښ بلل شوی دی.‌

په متن کې یې راغلي‌ چې د ایران د بالیستیک توغندیو د هدف ویشتلو دقت او د ویجاړۍ وړتیا زیاته شوې ده.‌

دا په داسې حال کې ده چې پر ایران د یاد تور له امله ګڼ بندیزونه وضع شوي، خو ایران لا هم له خپلو سیاستونو نه دی په شا شوی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button