نړیوال خبرونه

د امریکا او قطر د باندنیو چارو وزیران په کمبوډیا کې د افغانستان په اړه خبرې کړي

طالبان او امریکا یو بل په سرغړونې تورنوي

د قطر او امریکا د بهرنیو چارو وزیران داسې مهال غونډه کوي چې کابل کې دالقاعده د مشر له وژنې وروسته طالبانو او امریکا يو پر بل تور لګولی چې د قطر په منځګړیتوب د سولې شوې هوکړې یې سرغړونه کړې.

د قطر او امریکا د بهرنیو چارو وزیران محمد بن عبد الرحمن آل ثاني او انتوني بلېنکن د سویل ختیځې اسیا د هېوادونو غونډه کې د ګډون لپاره کمبوډیا ته تللي، دوی د همدې غونډې په څنډه کې سره کتلي او د افغانستان په اړه یې هم خبرې کړې دي

قطر په بېلابېلو مسایلو کې د امریکا نږدې ملګری دی

د دې غونډې په اړه د قطر د بهرنیو چارو وزیر پر ټویټر یوه بیان کې ویلي، له ښاغلي بلینکن سره یې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي. ښاغلي بلېنکن بیا د قطر او امریکا ترمنځ همکاري ستایلي او ویلي یې دي چې قطر د نړۍ لروبر کې په بېلابېلو مسلو کې دامریکا نژدې همکار هېواد دی.

نور یی ولوله | انس حقاني وایي، د نجونو ښوونځی به دایم نه وي تړلي او ژر به پرانستل شي

نور یی ولوله | ظواهري باندې حملې وروتسه طالبا مشرانو خپلمنځي غوونډه راوبلله

نوموړي ويلي، موږ پر ټيليفون ډېرې خبرې کړې، زما له نظره دا د امریکا او قطر ترمنځ د سیمې او نړۍ د بېلابېلو مسلو په اړه د ډېرې نژدې همکارۍ څرګندونه کوي. موږ د افغانستان او ایران په ګډون د څو سیمه ییزو مسلو په اړه خبرې وکړې. 

متحده ایالت له قطر سره دې همکارۍ او مشارکت ته چې د ناټو له چوکاټه دباندې مهم متحد دی، ډېر ارزښت ورکوي، د دې ترڅنګ قطر د هغو عاجلو ننګونو پر وړاندې د مقابلې په برخه کې یو ښه متحده دی چې امریکا د نړۍ لروبر کې وسره مخامخ ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button