د امریکا او ناټو امنیت؛ واشنګټن او لندن د اروپا او اوکراین پر وضعیت خبرې وکړې

د د امریکا او ناټو امنیت، د اروپا دفاعي وضعیت او د اوکراین جګړه هغه مهم موضوعات وو چې د امریکا او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو په واشنګټن کې پرې خبرې وکړې. دواړو لورو د ناټو د پیاوړتیا، د اوکراین د ملاتړ او د نړیوال امنیت پر مهمو مسایلو خپل ګډ دریځ تازه کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي د دواړو هېوادونو پر ستراتیژیکو اړیکو او د ناټو د ګډ امنیتي چوکاټ پر پیاوړتیا هم خبرې کړې دي. د امریکا او ناټو امنیت
د امریکا او ناټو امنیت د خبرو اصلي محور و
د اعلامیې له مخې، دواړو وزیرانو د اروپايي هېوادونو د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د اروپا امنیت د ناټو د راتلونکې لپاره حیاتي ارزښت لري.
مارکو روبیو له دې لیدنې مخکې خبریالانو ته ویلي وو چې د اوکراین جګړه او د روسیې روان بریدونه هم د دواړو لورو د خبرو یوه مهمه برخه جوړوي.
د اوکراین ملاتړ او د هوايي دفاع اړتیا
په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د روسیې د بالستیک توغندیو له پرلهپسې بریدونو وروسته له خپلو لوېدیځو متحدانو وغوښتل چې هېواد ته یې نور هوايي دفاعي سیستمونه او توغندي برابر کړي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر هم ټینګار وکړ چې د اوکراین امنیت د اروپا او د اتلانتیک د دواړو غاړو له امنیت سره مستقیم تړاو لري. هغه وویل، لندن به تر هغه وخته له اوکراین سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي چې اړتیا وي.
هرمز تنګی او د ایران اټومي پروګرام هم د خبرو برخه وه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو وزیرانو په هرمز تنګي کې د نړیوال سمندري تګ راتګ د امنیت پر خوندي ساتلو او همدارنګه پر دې ګډ دریځ ټینګار وکړ چې ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
دواړو لورو د سیمهییز ثبات، د نړیوالو سمندري لارو د امنیت او د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې د خپلو همکاریو پر دوام هم ټینګار وکړ.
د امریکا او ناټو امنیت ولې مهم دی؟
کارپوهان باور لري چې د د امریکا او ناټو امنیت په اړه د واشنګټن او لندن وروستۍ خبرې ښيي چې لوېدیځ هېوادونه لا هم د اوکراین د جګړې، د اروپا د دفاع، د منځني ختیځ د امنیت او د ناټو د پیاوړتیا په اړه ګډ دریځ لري. د دوی په اند، د دغو همکاریو دوام د نړیوال امنیت او سیاسي ثبات لپاره مهم ګڼل کېږي.



