ایران کې د اعدامونو زیاتوالی؛ ملګرو ملتونو د مارچ راهیسې د ۵۶ کسانو د اعدام خبر ورکړ

ایران کې د اعدامونو زیاتوالی د ملګرو ملتونو اندېښنې راپارولې دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، ولکر ترک، ویلي چې د روان کال د مارچ له ۱۹مې نېټې راهیسې لږ تر لږه ۵۶ کسان په ایران کې د ملي امنیت اړوند تورونو له امله اعدام شوي دي.
د هغه په وینا، له دغو اعدام شویو کسانو څخه ۲۷ تنه د هغو قضیو له امله په مرګ محکوم شوي وو چې د روان کال له پیل سره تړلو اعتراضونو پورې اړه لري.
ایران کې د اعدامونو زیاتوالی د اندېښنې وړ بلل شوی
ولکر ترک په یوه اعلامیه کې ویلي، د مارچ راهیسې په ایران کې د اعدامونو او د مرګ د سزاوو زیاتوالی د جدي اندېښنې وړ دی. د هغه په خبره، د مرګ سزا لا هم د خلکو د وېرولو او د مخالفو غږونو د ځپلو لپاره کارول کېږي.
هغه له ایراني چارواکو وغوښتل چې ټول اعدامونه ودروي، د مرګ سزا لغوه کولو پر لور عملي ګامونه واخلي او د عادلانه محاکمو او قانوني اصولو رعایت ته ژمن پاتې شي.
له سلو ډېر کسان د اعدام له خطر سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر د معلوماتو له مخې، دا مهال له ۱۰۰ څخه ډېر کسان په ایران کې د ورته امنیتي تورونو له امله د اعدام له خطر سره مخ دي.
ولکر ترک همداراز ویلي چې د نشهيي توکو اړوند قضیو کې هم د اعدامونو کچه په اندېښمنوونکې توګه لوړه شوې ده.
ایران د خپلو قضايي پرېکړو دفاع کوي
د ایران حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو د وروستیو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو ایراني چارواکو مخکې ویلي چې د دوی قضايي بهیر د هېواد له نافذه قوانینو سره سم ترسره کېږي او د مرګ سزا د عامه امنیت د ساتنې لپاره اړینه ده. ایران کې د اعدامونو زیاتوالی
بشري حقونه او نړیوالې اندېښنې
بشري حقونو سازمانونه وايي، د روان کال له پیل راهیسې په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونو له ځپلو وروسته پر مخالفانو فشارونه زیات شوي دي. د دغو بنسټونو په باور، ایران کې د اعدامونو زیاتوالی د بشري حقونو وضعیت لا پسې ترینګلی کړی او نړیوالې ټولنې یې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.



