Uncategorized

د امریکا بې پېلوټه هم پر غزه ګزمې کوي

د امریکا بې پیلوټه الوتکې پر غزه ګزمې کوي او استخباراتي معلومات راټولوي

له دې وړاندې هم نړۍ پوهېده چې امریکا د اسراییلو له رامنځته کېدو سره سم له دوی سره مرسته کوي او هر ډول نظامي او نورو مرستو ته ځان ورسوي چې دا وروستی بېلګه یې ښه بېلګه ده.

د امریکا متحده ایالتونو په لومړي ځل منلې ده چې د اکتوبر پر اومه پر اسرائیلو د حماس له برید وروسته یې د غزې تړانګې پر اسمان بې پیلوټه څارګرې الوتکې چورلېږي.

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ د اسراییل بمبار کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰۰ فلسطینیان وژل شوي

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ غزه کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ویاند برید جنرال پټ رایډر په یوه بیان کې ویلي، چې ډرون الوتکې یې د یرغمل شویو “د څرک معلومولو د هڅو پخاطر” فعالیت کوي.

اسراییلو د یرغمل شوو کسان د خلاصون هڅې پیل کړي

په بیانیه کې راغلي چې “د امریکا متحده ایالتونه د غزې پر اسمان د بې‌پیلوټه بې‌وسلې الوتکو څارګره څارنه کوي او سربېره پر دې خپلو اسرائیلي ملګرو ته د یرغمل شویو د خلاصون د هڅو په باب مشورې او ملاتړ وړاندې کوو”.

“د بې‌پیلوټه الوتکو دا هوايي څارنه پر اسرائیلو د حماس د اکتوبر د اومې له برید وروسته پیل شوې ده”.

دا خبر وروسته تر هغه خپور شوی چې د Flightradar24 په نامه وېبپاڼې چې د الوتنو د څرک معلومولو وېبپایټ دی او خبریالان معلومات پکې خپروي، ویلي د امریکا MQ-9 Reapers په نامه الوتکو چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو اړوندې دي، پر غزه چورلېږي.

له “ریپر” ډرون الوتکو په افغانستان کې د امریکا د حضور پرمهال هم په بریدونو کې ګټه اخیستل شوې ده، خو دا چې پر یوه سیمه په یو ځل د پاسه څه باندې ۲۰ ساعته د چورلېدو توان لري، د ډرون څارګرو الوتکو په توګه په لومړي غوراوي کې ګټه ترې اخیستل کېږي.

د یادو الوتکو د څار دنده په همغږۍ کې ده

د امریکا پوځي چارواکو د نوم نه اخیستلو په شرط “نیویارک ټایمز” ورځپاڼې ته ویلي، دا ډرون د اسرائیلو له پوځي عملیاتو سره په همغږۍ په غزه او د غزې په ګاونډ کې مرسته کوي.

چارواکو دغې ورځپاڼې ته ویلي، د یرغمل شویو د څرک لګولو په اړه معلومات اسرائیلو ته لېږدول کېږي.

دا په سیمه کې د امریکا یوازېنۍ له لیرې کنټرولېدونکي پوځي وسیلې نه دي.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا سمندري ځواکونو اعلان وکړ چې د عرب سمندر له نړیوالو اوبو یې وژونکي مهمات توغولي دي.

د یادونې وړ ده چې لا هم په غزه کې ملکي خلکو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتي ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button