Uncategorized

د امریکا خزانې وزارت د ولسي جرګې پخوانی مشر او زوی په مالي فساد ککړ بللي

د امریکا خزانې وزارت د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی رئیس او د هغه زوی په لوی مالي فساد تورن کړي دي

د رحماني په اړه د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم ویلي وو چې د فساد لویې دوسیې لري، خو پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني ورڅخه (هغه وخت) ملاتړ ته دوام ورکوي.

د امریکا خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر «او اف اې سي» د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مشر میر رحمان رحماني او د هغه زوی او د دې جرګې یو پخوانی غړی اجمل رحماني په پراخ فساد تورن او تحریم کړل.

دغه وزارت په اسیا او اروپا کې په دوی پورې تړلو ۴۴ شرکتونو هم بندیز ولګاوه.

د دې دفتر په اعلاميه کې د مير رحمان او اجمل رحماني د فساد او مالي او سياسي سرغړونو يادونه شوې، چې په کې افغان پوځ ته په لوړه بیه د تېلو پلورل، د ماليې د نه ورکړې او د افغانستان پارلمان ریاست ته د ټاکل کیدو لپاره د بډو ورکول شامل دي.

په تدارکاتو کې د میر رحمان رحماني فساد

د امریکا خزانې وزارت ویلي چې رحمانيانو په «تدارکاتي فساد ککړه یوه پېچلې» طرحه جوړه کړې وه.

یوه بېلګه یې د افغان پوځ لپاره د سون توکو رسول و، چې د خزانې وزارت په وینا، د تېلو بیه یې په مصنوعي ډول څو برابره لوړه کړې وه.

دغه وزارت وايي: په ۲۰۱۴ کال کې د رحمانیانو په ګډون څو کورنیو چې د تېلو په سوداګرۍ کې فعالې وې، له یو بل سره په همکارۍ لاس پورې کړ او د تېلو بیې یې له ۲۰۰ میلیونو څخه ډېرې لوړې کړې. دوی د امریکایی قراردادونو د ترلاسه کولو لپاره د ازادې داوطلبۍ مخه نیولې وه.”

نور ولولئ: سیګار: په نړیوالو بشري مرستو باندې طالبان کنترول لري

نور ولولئ: سیګار وايي، طالبان د موسساتو‌ ادارو په چارو کې مداخله کوي

پر دې سربیره د امریکا د خزانې وزارت د افغانستان د پارلمان د پخواني رییس او د هغه د زوی شرکتونه د افغان پوځ څخه د تیلو په غلا کولو تورن کړي دي.

دغه وزارت وايي، رحمانيانو “له يو کال څخه په کمه موده کې د پوځ چارواکو ته د بډو په ورکولو سره لږ تر لږه ١١ ميليونه لېتره تېل پوځ ته نه دي رسولي.

په عین حال کې، د رحماني شرکتونه تورن دي چې د ګمرکي معافیت څخه په استفادې یې په میلیونونو لیټره تېل افغانستان ته وارد کړي چې د ناټو ځواکونو لپاره ځانګړي شوي وو او “میلیونونه ډالره دولتي عواید یې لوټ کړي دي.”

د ولسي جرګې دغه پخواني رییس په بډو کې هم لاس درلود

میر رحمان رحماني د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۲۸مه د ۱۲۳ رایو په ترلاسه کولو سره د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ولسي جرګې د رییس په توګه وټاکل شو.

نوموړی د تېر حکومت تر نسکورېدو پورې په دې دنده و. د هغه زوی اجمل رحماني هم د ۲۰۱۷ کال په پارلماني ټاکنو کې له کابل څخه وټاکل شو.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت وايي چې “پارلمان ته د بډې ورکولو وروسته، رحماني او د هغه زوی د خپل فاسد تجارتي سیسټم د ساتنې لپاره خپل موقفونه کارولي.”

میر رحمان رحماني د افغانستان د «ولسي جرګې د رییس په توګه د ټاکلو لپاره د ولسي جرګې څو غړو ته په میلیونونو ډالر رشوت» ورکړ.

همداراز اجمل رحماني “د افغانستان پارلمان ته د ننوتو لپاره د ټاکنو د کمیسیون ځینو غړو ته د خپلو رایو د زیاتولو لپاره ۱.۶ میلیونه ډالر ورکړي دي.”

د امریکا د خزانې وزارت وايي، میر رحمان او اجمل رحماني په جرمني، قبرس، متحده عربي اماراتو، هالنډ او بلجیم کې د ۴۴ شرکتونو شبکه پرانیستې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button