د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: نړۍ کې به هر بندي امریکايي خپل کور ته ستنېږي

اړوند خبرونه:
م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني
افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی
توماس: افغانستان کې زدهکړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته
د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو په افغانستان کې د یوې امریکايي ښځې، في دای هال د خوشي کېدو هرکلی وکړ خو په عین حال کې یې وویل، تر څو چې ټول امریکايي اتباع خوشي شوي نه وي، له ارام به کښېنني.
څرګنده نه ده چې په افغانستان کې له محمودشاه حبیبي پرته، چې یو افغان الاصله امریکايي دی، بل امریکايي تبعه هم بندي دی او که نه دی.
روبیو، په یوه پیغام کې وویل: «متحد ایالتونه خوشاله دي چې مېرمن في هال، بېرته خپل کور ته ستنېږي.»
روبیو له هغو نړیوالو شریکانو مننه وکړه چې د اغلې هال په خوشې کولو کې یې مرسته کړې، په تېره بیا د قطر او اروپایي اتحادیې.
د امریکا د باندنیو چارو وزیر ویلي، تر هغو به دوی ارام (کښې نه ني) چې په نړۍ کې یې ټول یرغمل شوي امریکایان خپلو کورونو ته ګرځولي نه وي.
اغلې فې هال د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د طالبانو له بنده خوشي شوه خو یو افغان الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي لا هم یرغمل دی.