نړیوال خبرونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: په غزه کې د ملکي وګړو وژنه ناورین دی

امریکا وايي چې فلسطینیان باید د غزې پرېښودو ته مجبور نه شي او نه باید ورباندې فشار راوړل شي

انتوني بلېنکن وايي چې په غزه کې د ملکي وګړو وژنه او بې ځایه کول یو لوی ناورین دی. امریکا هڅه کوي چې ددې ناورین د کنترول لپاره هڅې وکړي او دا به کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم چې په دوحه کې دی په دغه برید کې د وژل شوي خبریال حمزه الدحدوح په اړه وپوښتل شو، وویل چې هلته د هر ملکي وژل کېدل ناورین دی:

د ملکي وګړو وژل ناورین دی

دا له تصور لوړ ناورین دی او لکه څرنګه چې ما وویل همدا هلته د ډېرو زیاتو بې ګنا فلسطيني نارینه، ښځو او ماشومانو حال دی. ملکیان، خبریالان، فلسطينیان او نور. د خبریالانو د خونديتوب کمېټې ویلي چې نږدې اویا خبریالان په غزه کې وژل شوي. ”

gaza
انځور؛ په غزه کې د بې ځایه شوې کورنۍ ژوند.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سیمې ته د خپل سفر په اوږدو کې د اسرائيل د ځینو هغو وزیرانو څرګندونې هم غندلې چې له غزې بهر يې د فلسطينیانو د مېشتولو غوښتنه کړې او دا رنګ څرګندونې يې لمسوونکې او غیرمسؤولانه بللې.

نور ولولئ: د حماس-اسراییل جګړه؛ له اوربند وروسته اسراییلو پر غزه بریدونه کړي

نور ولولئ: اسراییلي پوځ په ټوله غزه کې د عملیاتو پلان لري

نور ولولئ: د بشري حقوقو د څار سازمان اسراییلي ځواکونه په غزه کې د زراعت پر ویجاړولو تورن کړي

هغه ویلي، فلسطينیان نباید د غزې د پرېښودو لپاره له فشار سره مخ شي او د حالت له ښه کېدو سره باید خپلو کورونو ته د تګ اجازه ورکړل شي.

ویډیو؛ د امریکا او قطر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډ خبري کنفرانس:

له اسراییلي مشرانو سره د بلېنکن لیدنه

بلېنکن زیاته کړې چې هغه به د اونۍ په پای کې له اسرائیلي مشرانو سره په کتنه کې له هغوی دا هم وغواړي چې د ملکي وګړو د تلفاتو مخه ونیسي او هلته د مرستو ورتګ ته اجازه ورکړي. خو امریکا د غزې د جګړې له پیله اسرائيل ته وسلې او مهمات هم ورکړي او ديپلوماتیک ملاتړ يې هم کوي.

د حماس یو جګپوړی مشر صالح العاروري د لبنان سوېل کې له دوو نورو قومندانانو سره د اسرائیلو برید کې وژل شوی

د رپوټونو له مخې د غزې په شمال کې د کډوالو پر یوه کمپ د اسرائيلي هوايي بریدونو له امله لوړ شمېر ملکیان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي. اسرائيل لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

gaza2
انځور؛ په غزه کې د اسراییلو په بمبار کې د ودانیو حالت چې ملکي وګړي تر لاندې او فلسطینیان یې د ژغورنې هڅې کوي.

د غزې په سوېل کې هم لسګونه فلسطينیان وژل شوي.

حماس او عيني کتونکي وايي چې لوړ شمېر ملکیان د غزې په شمال کې د جبلیه کډوالو کمپ کې پر یوه ودانۍ د اسرائيل د هوايي برید له امله وژل شوي. د پېښې د ځای تصویرونو کې ګڼ جسدونه ښکاري چې په خاورو او ورانیو کې پراته دي چې ډېری یې هم ښځې او ماشومان دي.

د یادونې وړ ده چې اسراییلو په غزه کې د یرغل پر مهال تر ټولو ډېر تلفات ملکي وګړو چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، اړولی او لا هم ددوی وژنه روانه ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button