نړۍ

د امریکا د حکومت یو رسنيز شوی سند ښيي چې واشنګټن د ملګرو ملتونو پر سرمنشي څارګري کوي

د امریکا د حکومت یو رسنيز شوی سند ښيي چې واشنګټن د ملګرو ملتونو پر سرمنشي څارګري کوي او پر دې باور دی چې هغه له روسیې سره ډېر پوست چلند کوي

په دغه سند کې راغلي چې انتونیو ګوتېرېش د مسکو د ګټو خوندي کولو ته چمتووالی ښيي د ملګرو ملتونو چارواکو دا ادعا رد کړې ده.

په یو شمېر دې اسنادو کې د ښاغلي ګوتېرش او د هغه د مرستیال شخصي خبرو یادونه هم شوې. په دې افشا شویو اسنادو کې د اوکراین جګړې او یو شمېر افریقايي مشرانو په هکله د ښاغلي ګوتېرش برالا مشاهدات هم شته. په یوه سند کې تمرکز د تور سمندر غنمو پر هوکړې تمرکز شوی دی چې په نړۍ کې د لوږې خپرېدو له اندېښنو وروسته په جولای میاشت کې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب وشوه.

په دې کې راغلي چې ښاغلی ګوتېرش ځکه دې هوکړې ته ډېر لېوال و چې غوښتل یې د روسیې ګټې خوندي شي. په سند کې راغلي: ”که په دې کې پر روسي ادارو او افرادو د بندیزونو خبره هم وه، خو ښاغلي ګوتېرش د روسیې صادراتو وړتیا زیاتولو لپاره پر خپلو هڅو ټینګار کړی.”

ارزونه دغه راز وايي: ”په فبرورۍ میاشت کې د ده کړنې هغه پراخې هڅې له پامه غورځوي چې مسکو په اوکراین کې د خپلو کړنو له کبله ځواب ورکولو ته راکاږي.”

د ملګرو ملتونو سازمان مسوولین بیا د دې څرګندونو په هلکه سخته غوسه ښيي چې ګواکې د نړۍ دا معتبر دیپلومات د مسکو په هکله پسته رویه لري

یوه لوړ پوړي چارواکي چې وايي، نه غواړي د دې اسنادو په هکله تبصره وکړي وویل: ”ملګري ملتونو د نړۍ پر تر ټولو بیوزله خلکو د جګړې اغېز کمولو نیت اړیستي و. د دې مانا دا ده چې موږ باید هر هغه څه کړي وای چې له مخې یې د خوړو بیې راټیټې شوې وای او دغه راز کیمیاوي سرې هغو ته رسېدلې وای چې خورا سخته اړتیا یې ورته درلوده.”

د یادونې ده، چې روسیې پرلپسې شکایتونه کړي چې د بندیزونو له کبله یې د غنمو او کیمیاوي سرې صادرات خورا سخت اغېزمن شوي او لږ تر لږه دوه ځله یې ګواښ کړی چې که غوښتنې یې و نه منل شي، له بي اېس جي ای سره به همکاري ختمه کړي.

نور ولولئ: ملګري ملتونه د ښځو په کار د نوي بندیز په اړه له طالب مقاماتو سره غږېږي

د روسیې پر غلو، دانو او کیمیاوي سرې صادارتو بندیزونه نه شته، خو د دې هېواد چارواکي وايي، د بارچالانۍ او انشورنس موندلو کې له ستونزو سره مخامخ ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button