Uncategorized

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سینټګام مشر سوریې ته رسېدلی

اړوند خبرونه:

کالیفورنیا کې ځنګلي اور له کنټرول وتلی او زرګونه کسان له خپلو سیمو وځي

امریکا کې د لګېدلي اور لمن تر هالیووډ ورسېده

د امریکا د مرکزي قومندانۍ یا سینټکام قوماندان جنرال مایکل ایرک کوریلا سوریې ته سفر کړی دی.

د امریکا مرکزي قومندانۍ په یو بیان کې ویلي چې کوریلا پنج‌شنبه د جنورۍ پر ۱۶مه، سوریې ته تللی او هلته یې له پوځي قوماندانانو، امریکایي ځواکونو او همداراز د داعش ضد په نړیوال ایتلاف او د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو (SDF) کې د امریکا پوځيانو شریکانو سره لیدلي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ زیاته کړې چې د دغه سفر موخه په سوریه کې د داعش او ترهګرو ډلو د بیاراپورته کېدو د مخنیوي لپاره د هڅو په تړاو خبرې کول و.

له جنرال کوریلا سره په دې سفر کې د CJTF-OIR قوماندان جنرال کیون لیهي او د CSOJTF-L قوماندان جنرال مایکل بروکس هم ملګري وو.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي چې کوریلا د سوریې په شمال ختیځ کې د الهول کډوالو کمپ څخه هم لیدنه کړې ده.

دا د بشارالاسد رژیم له نسکورېدو او د هیئت تحریر شام ډلې له واکمنېدو وروسته سوریې ته د سنټکام د قوماندان لومړنی سفر دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button