د امریکا سفارت ویلي د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره امریکا پاتې کیږي
د امریکا سفارت ویلي د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره امریکا پاتې کیږي.په افغانستان کې د جګړو او نښتو په دوام د نورو غبرګونونو سره سره افغانستان کې د امریکا سفارت هم غبرګون ښودلی او د تیرو بریدونو او نا امنیو پړه یې پر طالبانو اچولې.
د امریکا د سفارت سرپرست ښاغلی راس ویلسن په دې افغانستان کې پر وروستیو بریدونو او د تاوتریخوالي پر ډیریدلو اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې د تاوتریخوالی ډیریدل او دوام د دوی د ښکېلتیا د دوام باعث ګرځي.عامه ذهنیت هم دا دی چې امریکایان خو وزي خو د طالبانو له لوري وروستۍ جګړې به د دې لامل شي چې امریکا بیرته خپل پوځي ماموریت دې ته هېواد کې دوام ورکړي.
ښاعلی ویلسن وروستیو بریدونو ته په کتلو سره ویلي نامالوم وسلوال بریدونه او نښتې ترسره کوي او د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه سوې او موږ پوهیږو چې په دې بریدونو کې هم طالبان ښکېل دي.نوموړی وویل چې طالبانو د دوحې له هوکړې سرغړونه کړې او ډاډ یې ورکړی چې د خپلو سرتیرو وتلو وروسته به هم دوی له ترهه ګرۍ سره مبارزه کې د افغان دولت مرستې ته ښه اوږه ورکړي.
دوی وویل موږ چې له افغانستانه وزو دا په دې معنی نه ده چې دا هېواد یوازي پریږدو بلکې په دې هېواد کط به پآتي یو د ده په وینا وروستی تاوتریخوالی نه امریکا اونه هم نړیوالې ټولنې ته د منلو دی او که چیري دا تاوتریخوالی دوام پیدا کړي نو په دې هېواد کې به امریکا ډیره ښکېله پاتي شي.
د امریکا نظامي او سیاسي چارواکو پر یوه وخت د افغانستان د ر اتلوونکې او روان وضعیت په هکله تقریبا یو له بل سره ورته څرګندونې کړې او ټولو خپلې خبرې طالبانو ته متوجې کړې او شاوخوا تر ډيره ګواښوونکې هم دي.