
د امریکا سنا مجلس د افغانستان د جګړې د ارزونې کمیسیون غونډه د پخوانیو امریکایي جنرالانو، ډیپلوماټانو، سیاسي سلاکارانو او د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د جمعې په ورځ، د حمل ۲۲مه، د افغانستان د جګړې د بېلابېلو اړخونو ارزولو او د طالبانو سره د روغې جوړې د بهیر په اړه د پوښتنو د ځواب ویلو په موخه ترسره شوه.
د دې کمیسیون مشر کالین جکسون ټینګار کړی چې د طالبانو سره د روغې جوړې په اړه د کلیدي پوښتنو د ځواب لپاره د افغانستان د شریکانو نظرونه اورېدل اړین دي.
د دې کمیسیون ګډه مشره شمیلا چودري خبرداری ورکړی: «که موږ ونه شو کولای هغه څه تشریح کړو چې په افغانستان کې پېښ شوي، دا خطر شته چې د جګړې مفهوم په یوه انتزاعي او غیرعیني نظر بدل شي.»
د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) تقاعد شوي افسر هنري کرامپټون د ۱۱ سپتمبر د بریدونو وروسته په افغانستان کې د امریکا د لومړیو درې میاشتو ماموریت «بریالی» بللی او ویلي یې دي چې په دې وخت کې CIA او ځانګړي عملیاتو قوماندانۍ د امریکا د دښمن په ماتولو بریالي شول.
د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) پخواني مشر اندرو ناتسیوس هم په افغانستان کې د دې ادارې د پراخ فعالیتونو په اړه ویلي دي: «د امریکا اهداف په افغانستان کې هېڅکله همغږي نه وو، ځکه چې دا اهداف یو له بل سره په تضاد کې وو.»
د امریکا د ځواکونو پخواني قوماندان دیوید بارنو په دې غونډه کې وویل: «د کړنو نشتوالی، د رهبرۍ دوام نشتوالی، او د بهرنیو امن ځایونو لرونکي دښمن شتون د افغانستان په ماموریت کې د امریکا د کمزورۍ اصلي لاملونه وو.»
د افغانستان د جګړې د ارزونې کمیسیون په خپل دوهم عامه اورېدنې کې په موضوعاتو لکه د افغانستان او ایران په اړه د متحده ایالاتو سیاست، د پاکستان رول، د طالبانو د نړیوالې ټولنې سره په امنیتي همکارۍ کې ظرفیت او د راتلونکو تصمیمونو لپاره کلیدي درسونو باندې خبرې وکړې.