نړیوال خبرونه

د امریکا فېلاډلفیا کې د ډزو له امله ۵ وژل شوي

د امریکا متحده ایالاتو پنسلوانیا ایالت په فېلا‌لفیا ښار کې د یوه وسله‌وال لخوا ۵ تنه وژل شوي او ۲ ماشومان ټپیان دي

پولیسو ویلي چې د ډزو په دې مرګونې پېښه کې ښکېل مشکوک کس نیول شوی دی.

د هغه په اړه ویل شوي چې ۴۰ کلن دی، د ډزو پر مهال یې مرمۍ ضد واسکټ اغوستی و، دوه ټوپکونه، د پولیسو مخابره او نور مهمات ورسره وو.

دې پېښه کې وژل شوي کسان د ۱۵ او ۵۹ کلونو ترمنځ عمر لري او ویل کېږي بریدګر ورسره له پخوا پېژندل.

پولیسو ویلي کله چې دوی د فېلاډلفیا د سویل لوېدیځ کېنګ‌سيینګ سیمه کې د ډوز ځای ته ورسېدل، قربانیان په وینو کې لت پت پراته وو او بریدګر لا هم ډزې کولې

هغه وروسته ځان پولیسو ته تسلیم کړی دی

د فېلاډلفیا والي جېم کېني او نورو چارواکو سې شنبه د دې پېښې په اړه رسنیو ته مالومات ورکړي دي.

د ځايي‌ پولیسو یوه افسر اېرنېسټ رنسوم ویلي چې بریدګر په روانو موټرونو هم ډزې کړې، چې دوه غبرګونې ماشومان پکې ټپي شوي‌ دي.

پولیسو په دې پېښه کې د ښکېل مشکوک سړي نوم لا رسنیو سره نه دی شریک کړی، او وايي په دې اړه هم څېړنې کوي چې ولې یې په دغه کار لاس پورې کړی دی.

نور ولولئ: پټرییس: افغانستان کې د امریکا پاتې شوي تسلیحات د اندیښنې وړ دي

د ځايي پولیسو مشر وايي د پېښې ځای کې یو بل کس هم نیول شوی چې ټوپک ورسره و او ظاهرآ یې د بریدګر پر لور ډزې کولې.

تر اوسه مالومه نه ده چې دغه کس له بریدګر سره پېژندل که نه

تر دې یوه ورځ مخکې بالتیمور کې د ډزو پېښه کې ۲ کسان وژل شوي ۲۸ ټپیان شوي وو

دا خونړۍ پېښه په امریکا کې د خپلواکۍ ورځې په درشل کې او تر هغې یوازې یوه ورځ وروسته شوې چې د ماریلنډ په بالتیمور ښار کې په ډزو ۲ کسان ووژل شول او ۲۸ نور ټپيان شول.

پولیسو ویلي وو چې ډزې د بالتیمور بروکلین هومز سیمه کې د ‘بروکلین ورځ’ په نوم مراسمو کې شوې چې ګڼ خلک پکې راټول شوي وو.

د هغې پېښې ډېر قربانیان تر ۱۸ کلونو کم عمره کسان ښودل شوي وو.

تر هغې وروسته د ټکزاس په فورت ورت سیمه کې هم د خپلواکۍ ورځې د لمانځنې مراسمو کې په ډزو کې ۳ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي وو.

د امریکا ولسمشر تر دغو پېښو وروسته ویلي و چې د امریکا لروبر باید د وسله وال تاوتریخوالي مخنیوي لپاره ګامونه واخیستل شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button