نړیوال خبرونه

د امریکا محکمه: د افغانستان کنګل شوې پیسې دې د سپتمبر ۱۱مې د قربانیانو کورنیو ته نه ورکول کېږي

امریکا د افغانستان غوښتنه رد کړه

د امریکا په نیویارک کې یوې محکمې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ‘د افغانستان بانک ‘ له کنګل شویو پیسو د تاوان ورکولو غوښتنه رد کړه

د افغانستان بانک محدودیت

د نیویارک په منهاټن کې یوې قاضۍ سارا نیټبورن په دې هکله خپله پرېکړه کې ویلي چې د افغانستان بانک پر شتمنۍ محدودیت له قانوني واکه بهر چاره ده. د هغې دا سپارښتنه به اوس بل قاضي ارزوي، چې ومنل شي او که نه. د همدې منهاټن قاضي جورج ډانیلز د دې قضايي دعوې ارزونه کوي او په دې تړاو پرېکړه کولای شي چې د قاضۍ ساره نیټبورن سپارښتنه ومنل شي او که نه

ور یی ولوله | ذبیح الله مجاهد: ا.ا د سیاسي مخالفانو د راتګ لپاره له ټولو لارو چارو کار اخلي

ور یی ولوله | په کونړ ولایت کې نږدې ۵۰۰ کورنیو د ملګرو ملتونو مرستې وویشل شوې

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د قاضۍ ساره نیټبورن په حواله ویل شوي چې په خپله پرېکړه کې یې لیکلي، د افغانستان بانک د دې محکمې له محدودیتونو خوندي دی. په پرېکړه کې راغلي: ”هغه کسان چې د طالبانو ښکار شوي، تر کلونو پورې یې د انصاف لپاره مبارزه کړې، دوی د ډېر څه حقدار دي، خو قانون د هغه تاوان په هکله محدودیتونه لري چې محکمه یې ښايي دوی ته ورکړي او همدا محدودیتونه ډي اې بي (د افغانستان بانک) شتمنۍ د دې (محکمې) له واکه بهر ساتي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر فایق په دې هکله پر خواله رسنۍ ټویټر یوه پیغام کې خوښي څرګنده کړې، افغانانو ته یې مبارکي ویلي او په وینا یې دا ده چې د افغانستان دا کنګل شوې پیسې به ژر تر ژره خوشې شي

ښاغلی فایق زیاتوي، هیله من دی چې دا پیسې به د یوه راڼه سیستم او څارنې میکانیزم پر بنسټ د افغانستان پرمختیا او اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره وکارول شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button