نړیوال خبرونه

دامریکا نوي ولسمشر جوبایډن په حکومت کې به هم خلیلزاد خپل ماموریت مخته ویسي

د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن په ولسمشرۍ کې به هم خلیلزاد خپل ماموریت مخته ویسي داسې مهال چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د ډیموکراټانو نوماند جوبایډن ګټلې او د نوي کال له پیلېدو سره سم له پخواني ولسمشر ښاغلي ټرمپ څخه واک انتقالېږي؛ امریکايي رسنۍ وایي، د بایډن په راتګ که څه هم ښایي له ډېرو برخو څخه د ټرمپ له لوري ټاکل شوي کسان له دندو لرې کړی شي.

بلخوا بیا د ځينو سرچینی له مخې شاید زلمی خلیلزاد بیا هم په خپل ځای پاتې شي او د افغانستان د سولې پروسه وړاندې یوسي.له امریکا څخه خپرېدونکې ورځپاڼې «فارن پالیسي» د امریکا نوي ولسمشر ته د نږدې سرچینو له قوله لیکلي، چې د بایډن په ټیم کې د خلیلزاد په اړه زیاتره نظرونه مثبت دي او داسې انګېرل کېږي، چې بایډن به نوموړي ته د وړاندې تګ اجازه ورکړي.رځپاڼې د اوباما او بایډن د دورې د یوه چارواکي له قوله لیکلي، چې که په راتلونکو څو میاشتو کې د افغان سولې په پروسه کې پرمختګ رامنځته شي؛ بایډن به خلیلزاد ته اجازه ورکړي چې خپل ماموریت وکړي اود سولې چارې پر مخ ویسي.

یو بل چارواکي په خبره، د بایډن په ټیم کې د خلیلزاد پر ځای د ساتلو «منطق» د نوموړي د لیري کولو تر غږ زورور دی او د بایډن د بهرنۍ پالیسي ملګري تر ډېره د زلمي خلیلزاد د پاتې کېدو پلوي دي.دده په خبره، له هر چا سره چې غږېدلی دا یې ترې حس کړې چې د خلیلزاد د لیري کولو په اړه د بایډن په ټیم کې ډېر ټینګار نشته؛ نو «دی پرېږدئ چې خپل پيل کړی کار پای ته ورسوي.

ښاغلی زلمی خلیلزاد چې په کابل کې لوی شوی او د اوسني ولسمشر «اشرف غنی ټولګیوال پاتې شوی؛ نږدې درې کلونه کېږي چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په حیث ټاکل شوی او له طالبانو سره د مذاکره کوونکي امریکایي ټيم مشري ور له غاړې شوې.حکومت له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو له پیله تر دې دمه د نوموړي له پرېکړو ناخوښ ښکاري او هغه تورنوي چې د حکومت د بهرنۍ پالیسي واګې يې په لاس کې اخیستي او له طالبانو سره د مذاکراتو په مهال یې حکومت په حاشیه کې ساتلی.

د متحده ایالاتود ولسمشریزو ټاکنو په ترڅ کې د بایډن تر ټاکل کېدو وروسته حکومت تمه درلوده، چې د ټرمپ له لوري ټاکل شوی خلیلزاد به له دندې لیري شي او بایډن به د افغان سولې په پروسه له سره غور وکړي؛ خو امریکا کې حالات بیا داسې دي چې د حکومت تمه ختموي او د ولس هیلې پوره کیږي او سولې ته به کار کیږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button