Uncategorized

د امریکا په فیلادلفیا ایالت کې یوه الوتکه غورځېدلې

یوه کوچنۍ جېټ الوتکه چې شپږ کسان پکې سپاره وو، پرون د فیلادلفیا ښار د شمال ‌ختیځ په یوه سیمه کې غورځېدلې ده.

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې دا پېښه پر ځایي وخت شنبه د فبرورۍ پر لومړۍ شوې چې له امله یې څو کورونو اور اخیستی دی.

د سي ‌بي ‌اس نیوز د راپور له مخې، د فیلادلفیا پولیسو اعلان کړی چې په دې پېښه کې څو کسان ټپیان شوي، خو د الوتکې د سپرلیو د ژوند په اړه معلومات نشته.

دغې رسنۍ د فډرالي هوايي چلند ادارې له قوله ویلي چې دا کوچنۍ الوتکه د فیلادلفیا د  شمال‌ ختیځ  له هوايي ډګره تر الوتنې وروسته، د میسوري ایالت د سپرینګفیلډ ښار ته تر رسېدو مخکې غورځېدلې ده.

تر دې وړاندې د امریکا د هوايي چلند ادارې اعلان کړی و چې یوه مسافر وړونکې الوتکه چې ۶۴ کسان پکې سپاره وو، د واشنګټن ریګان هوايي ډګر ته د نږدې کېدو پر مهال له یوې پوځي چورلکې سره جنګېدلې او د پوټومک سیند ته لوېدلې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button