ساینس او ټېکنالوژي

د امریکا یوه شرکت په یوه ورځ ۶۰۰ میلیارد ډالره وبایلل

اړوند خبرونه:

ایفون 16 به نن بازار ته وړاندې شي؛ په اړه یې څومره پوهېږی؟

د چین او اپل کمپنۍ اختلافات او د ایفون بازار رالوېدل

اپل کمپني د ایفون 17 ډیزاین د اوږدې مودې اپ کرېډ ژمنه وکړه

په چین کې د جوړ شوي مصنوعي ذهانت (AI) وسیلې له راوتلو او هغې ته د خلکو د پام له اوښتو سره د ټکنالوژۍ د لویو شرکتونو د ونډو بازار سخت ګوزار وخوړ. په همدې حال کې د متحدو ایالتونو ولسمشر د دې چینایي وسیلې د ارزانوالي ستاینه وکړه او ویې ویل چې د “ډیپ‌سیک” عامېدا باید د امریکایي شرکتونو لپاره د «تیارسی» زنګ وي.

ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ماښام (د سلواغې ۸مه) وویل چې یوه چینایي شرکت دا مصنوعي ځیرکتیا ډېر ژر او خورا ارزانه وړاندې کړې ده.

ده زیاته کړه: «دا ښه خبره ده، که دا ریښتیا وي، نو زه یې مثبت ګڼم.»

ټرمپ، چې د جمهوري‌پالو د استازو جرګې د غړیو په منځ کې خبرې کولې، وویل :«د ډیپ‌سیک پر جوړولو ډېر کم لګښت، که دا ریښتیا وي، هېڅوک په دقیق ډول نه پوهیږي، یو مثبت ټکی دی.»

ټرمپ همداراز وویل چې د یوه چینایي شرکت له خوا د ډیپ‌سیک خپرېدل «باید زموږ لپاره د خطر زنګ وي، او موږ باید په سیالۍ کې د بریا لپاره پوره تمرکز وکړو.» دغه چینایي شرکت، چې تازه تاسیس شوی دی، تېره اوونۍ د خپل اپلیکیشن او د مصنوعي ځیرکتیا همکار وړیا نسخه وړاندې کړه او ادعا یې وکړه چې د هغه پر جوړولو یې شاوخوا ۵.۶ میلیون ډالره لګولي دي.

د امریکا د ټکنالوژۍ د لویو شرکتونو له خوا د مصنوعي ځیرکتیا د همکارانو تولیدي لګښتونه تر دې وړاندې له ۱۰۰ میلیون څخه تر یو میلیارد ډالرو پورې اټکل شوي وو.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button