افغانستان

د امنیت شورا د افغانستان په اړه برخلیک ټاکونکي غونډه کوي

اړوند خبرونه: 

د کاناډا لومړی وزیر: پر افغان ښځو د طالبانو بندیزونه له وحشته ډک دي

شنبه‌های ارغواني غورځنګ: د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغان مېرمنو مسئله نړیوال ناورین دی

ملګري ملتونه د افغانستان د روان وضعیت ارزونې په هدف د ۲۰۲۵ کال د سرطان میاشتې په دویمه (جون ۲۲مه) د امنیت شورا ځانګړې ناسته ترسره کوي. دا غونډه به د نیویارک په مقر کې جوړه شي او تمه ده چې پکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا، خپله تازه راپور وړاندې کړي.

د امنیت شورا رسمي وېبپاڼې د جون په درېیمه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ناستې اصلي تمرکز به له افغانستان سره د بشري مرستو ارزونه او د دغو مرستو د وړاندې کولو څرنګوالی وي. همچنان به په غونډه کې د ملګرو ملتونو د ښځو بنسټ اجرایوي رئیسه، سیما بحوث، او د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) لوړپوړی چارواکی هم ګډون وکړي.

راپورونه ښيي چې په وروستیو دریو میاشتو کې د مالي سرچینو د کمښت له امله، د ملګرو ملتونو څلور کلیدي ادارو – WFP، UNICEF، WHO او UNHCR – خپلو فعالیتونو ته د پام وړ کموالی ورکړی دی. د بیلګې په توګه، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي چې د ۲۰۲۵ د می میاشتې په ترڅ کې یې یوازې ۲.۷ میلیون افغانانو ته خوراکي مرستې برابرې کړې، حال دا چې اړتیا لرونکي وګړي شاوخوا ۱۵ میلیون کسان اټکل شوي.

دغه ناسته داسې مهال ترسره کېږي، چې افغانستان له سخت اقتصادي، ټولنیز او بشري بحران سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د وروستي ارزونې له مخې، د هېواد ۵۵ سلنه نفوس له خوراکي خوندیتوب سره مخ دی، او تر ۲۸ میلیونه ډېر وګړي بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

که څه هم ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم لسګونه ورته ناستې ترسره کړي، خو د تازه ناستې اهمیت له دې امله زیات ارزول شوی، چې هم د مرستو د دوام په اړه پرېکړې کېږي او هم د ښځو پر وضعیت او نړیوال تعامل د نظر تبادله ترسره کېږي.

تمه ده چې د امنیت شورا دا ناسته نه یوازې د نړیوالو مرستو د دوام لپاره یوه اساسي پریکړه وي، بلکې د افغانستان د سیاسي او ټولنیز حالت په اړه هم د نویو تعاملاتو لپاره لوری وټاکي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button